د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي د اداري غونډې په نوبتي ناسته کې اعلان كړه چې مرکزي حكومت له ملي بوديجې څخه کندهار ښاروالۍ ته ۵ لکه ډالر جايزه ورکړې ده.
شمسي په دغه پرونۍ ناسته كې وويل، کندهار ښاروالۍ ته ۵ لکه ډالره جایزه له دې امله ورکول شوې چې دغه رياست تېر کال د هيواد په کچه زیات عوايد لاسته راوړي دي. د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي د اداري غونډې په نوبتي ناسته کې اعلان كړه چې مرکزي حكومت له ملي بوديجې څخه کندهار ښاروالۍ ته ۵ لکه ډالر جايزه ورکړې ده.
شمسي په دغه پرونۍ ناسته كې وويل، کندهار ښاروالۍ ته ۵ لکه ډالره جایزه له دې امله ورکول شوې چې دغه رياست تېر کال د هيواد په کچه زیات عوايد لاسته راوړي دي.
نوموړي د کندهار اوسېدونکو ته د دې لاسته راوړنې مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دا جايزه په عمومي ډول د عوايدو د ډېرولو، د ښو خدمتونو د وړاندي کولو او د شفافيت د رامنځته کولو په هدف ورکول شوه چې ډېر ژر به دغه بودجه د کندهار پر يو لړ مهمو پروژو ولګول شي.
شمسي همدا راز وويل چې دولتي ارګانونه دې د مرستندويه ادارو بودجه تر خپلمنځي مشورو وروسته پر ټاکل شويو پروژو مصرف کړي: (( زما غوښتنه دا ده چې د ادارو مسوولین دې په خپلو چارو کې شفافیت ته جدي توجه وکړي.))
د اداري مجلس يادې غونډې ته د ښاروالۍ ریاست مرستیال محمد نسیم رضايي بيا وويل، كندهار ښاروالۍ دا مهال پر ۱۴پروژو کار پیل کړی دی چې په دې کې د احمد شاهي جادې رغونه د کندهار ښار لپاره تر ټولو مهمه پروژه ده.


