د غزني د سولې ولايتي شورا مشر او قومي مخور خلیل الله هوتک تېره شپه په خپل كور د مقناطيسي بمونو له چاودنې روغ ووت، خو هستوګن ځای ته یې مالي زيان اوښتى دى.
خلیل الله هوتک کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې يې د غزني په سلطان محمود کبیر ښار ګوټي کې كور ته دوه مقناطيسي بمونه ورغورځول شوي او چاودنه يې كړې مګر ده او ساتونكو ته يې كوم ځاني زيان نه دى اړولى. د غزني د سولې ولايتي شورا مشر او قومي مخور خلیل الله هوتک تېره شپه په خپل كور د مقناطيسي بمونو له چاودنې روغ ووت، خو هستوګن ځای ته یې مالي زيان اوښتى دى.
خلیل الله هوتک کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې يې د غزني په سلطان محمود کبیر ښار ګوټي کې كور ته دوه مقناطيسي بمونه ورغورځول شوي او چاودنه يې كړې مګر ده او ساتونكو ته يې كوم ځاني زيان نه دى اړولى.
د هوتك په خبره، په چاودنو كې يې د كور دروازه، د احاطې دېوال او څو اطاقونه زيانمن شوي دي.
امنيتي چارواكي د پېښې پخلى كوي او وايي په دې اړه يې پلټنې پيل كړې دي، خو تر اوسه كومې وسله والې ډلې هم د دغه بريد پړه پرغاړه نه ده اخستې


