د كاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د یو وسله وال په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپى كليد ته وايي نن نږدې غرمه مهال د اله سای په علاقه دارۍ بازار کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې درې ملكي وګړي په كې وژل شوي، خو شپږ ملكي وګړي او يو وسله وال په كې ټپي شوى دي د كاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د یو وسله وال په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپى كليد ته وايي نن نږدې غرمه مهال د اله سای په علاقه دارۍ بازار کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې درې ملكي وګړي په كې وژل شوي، خو شپږ ملكي وګړي او يو وسله وال په كې ټپي شوى دي: (( امنيتي ځواكونه هر وخت بازار ته د امنيت او نورو ضروري كارونو لپاره راښكته كېږي دا وار هم نښته هغه وخت رامنځته شوې چې ملي اردو ځواكونه له خپلو پوستو څخه بازار ته د راښكته كېدو په حال كې وو، دا نښتې كله كله كېږي.))
ولسوال زياته كړه، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و نو ځكه يې د كابل ايمرجنسۍ روغتون ته لېږدولي دي.
دا په روان ۱۳۹۵ كال كې لومړنۍ نښته وه چې د اله ساى په بازار كې رامنځته شوه، سږ كال د تېرو نورو كلونو په پرتله د اله ساى ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه شوى و.


