په خوست كې له طبیعي او بیړنیو پیښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي، په دې ولايت كې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله د يعقوبيو ولسوالۍ په خلبېسات او د عليشېرو ولسوالۍ په هارون خېلو كې ۱۷ كسان مړه شوي دي.
د دې ریاست رئیس شادیم خان هلال وایي، په پرونيو سېلابونو كې ۴ ښځې، درې سړي او ۸ ماشومان مړه شوي دي.
هلال زیاته کړه، په هارون خېلو کې د مسافرو یو فلاينکوچ موټر اوبو وړی، چې په دې کې لس کسه وژل شوي او بله پیښه د خلبیسات په یو خوړ کې شوې چې د یوې کورنۍ اووه غړي په کې مړه شوي دي. په خوست كې له طبیعي او بیړنیو پیښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي، په دې ولايت كې د سختو بارانونو او سېلابونو له كبله د يعقوبيو ولسوالۍ په خلبېسات او د عليشېرو ولسوالۍ په هارون خېلو كې ۱۷ كسان مړه شوي دي.
د دې ریاست رئیس شادیم خان هلال وایي، په پرونيو سېلابونو كې ۴ ښځې، درې سړي او ۸ ماشومان مړه شوي دي.
هلال زیاته کړه، په هارون خېلو کې د مسافرو یو فلاينکوچ موټر اوبو وړی، چې په دې کې لس کسه وژل شوي او بله پیښه د خلبیسات په یو خوړ کې شوې چې د یوې کورنۍ اووه غړي په کې مړه شوي دي.
خوست دولس ولسوالۍ او درې ناحیې لري، چې د ډېرو ترمنځ یې خوړونه دي او په دې وروستیو کې په یو شمېرو خوړونو پلونه هم جوړ شوي، مګر لا هم داسې خوړونه شته چې پلونه نه لري او د بارانونو يا سېلابونو پر وخت خلك له ګڼو ستونزو سره مخ كېږي.


