ads

باز: د ننګرهار لرې پرتو سيمو كې د سواد زده كړې پروګرام پيلوو

د پوهني وزارت وایي، د ننګرهار په لرو پرتو ولسوالیو کې به د سواد زده کړې پروګرام لړۍ پیل کړي.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوهني وزارت د سواد زده کړو عمومي رئیس اسد باز وسیم د ننګرهار له والي سلیم کندوزي […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1395
باز: د ننګرهار لرې پرتو سيمو كې د سواد زده كړې پروګرام پيلوو

د پوهني وزارت وایي، د ننګرهار په لرو پرتو ولسوالیو کې به د سواد زده کړې پروګرام لړۍ پیل کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوهني وزارت د سواد زده کړو عمومي رئیس اسد باز وسیم د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره پرون په ناسته کې وویل، دوی پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د ليک لوست د زده کړې په اړه د خلکو ونډې اخیستو په موخه د سيمې ملا امامانو، پرمختیایي شوراګانو، د ښوونځیو مديرانو او مدني فعالانو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړي، چې د کورسونو له پیل څخه تر پایه به دغه خلک څارنه کوي. د پوهني وزارت وایي، د ننګرهار په لرو پرتو ولسوالیو کې به د سواد زده کړې پروګرام لړۍ پیل کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوهني وزارت د سواد زده کړو عمومي رئیس اسد باز وسیم د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره پرون په ناسته کې وویل، دوی پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د ليک لوست د زده کړې په اړه د خلکو ونډې اخیستو په موخه د سيمې ملا امامانو، پرمختیایي شوراګانو، د ښوونځیو مديرانو او مدني فعالانو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړي، چې د کورسونو له پیل څخه تر پایه به دغه خلک څارنه کوي.
خبرپاڼه وایي، دغه پروګرام د ټول هېواد په کچه دى خو په لومړي ځل به ننګرهار کې پیلیږي، چې مالي لګښت یې د (جايکا ليف) په نوم یوه بهرنۍ اداره ورکوي.
په خبرپاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله ویل شوي، دوی به په ټولو هغو ولسوالیو کې چې دغه پروګرام پیلیږي لازم امکانات برابر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA