ads

اسلام اباد كې نن د افغان كډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه پيلېږي

ټاكل شوې ده، چې نن په اسلام اباد كې د افغان كډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه پيل شي.د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل  كليد ته وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ  استازي ګډون کوي. […]

نویسنده: TKG
29 چنګاښ 1395
اسلام اباد كې نن د افغان كډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه  پيلېږي

ټاكل شوې ده، چې نن په اسلام اباد كې د افغان كډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه پيل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل  كليد ته وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ  استازي ګډون کوي. ټاكل شوې ده، چې نن په اسلام اباد كې د افغان كډوالو په اړه دوه ورځنۍ درې اړخيزه غونډه پيل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل  كليد ته وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ  استازي ګډون کوي.
د نوموړي په وينا، په ياده غونډه کې د ګډون په هدف د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوى وړمه ورځ ناوخته اسلام اباد ته رسېدلى دى.
مياخېل وايي، چې دوى به په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو په هدف يو عملي پلان يادې درې اړخيزې غونډې ته وړاندې کړي: (( په دغه ناسته كې څو مهمو مواردو باندې خبرې كېږي، د افغان كډوالو د ستنولو په لارو چارو او په دې اړه د افغان حكومت د ستراتيژۍ اكشن پلان هم وړاندې كېږي، د دې ترڅنګ د هغه افغان كډوالو چې د مهاجرت د كارتونو موده يې شپږ مياشتې وغځېده، نو په دې اړه هم خبرې كېږي چې تر ۲۰۱۶ كال وروسته څه بايد وشي.))
اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا يونيم ميليون راجستر او شاوخوا يو ميليون نا راجستر افغان کډوال مېشت دي.
په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده تېره مياشت پاى ته ورسېده، خو د پاکستان حکومت د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA