تركي حكومت په ناكامه پوځي كودتا كې د لاس لرلو له كبله اته زره پوليس مامورين او افسران له دندو ګوښه كړي او پر ځاى يې استانبول كې ۱۸۰۰ ځانګړي پوليس ځاى پر ځاى كړي دي.
تركي رسنۍ د چارواكو له قوله وايي، د كودتا تر ناكامۍ وروسته حكومت په عدليې او پوليسو پورې تړلي شپږ زره كسان هم په دې تور نيولي چې ګواكې په كودتا كې يې مرسته كړې ده. تركي حكومت په ناكامه پوځي كودتا كې د لاس لرلو له كبله اته زره پوليس مامورين او افسران له دندو ګوښه كړي او پر ځاى يې استانبول كې ۱۸۰۰ ځانګړي پوليس ځاى پر ځاى كړي دي.
تركي رسنۍ د چارواكو له قوله وايي، د كودتا تر ناكامۍ وروسته حكومت په عدليې او پوليسو پورې تړلي شپږ زره كسان هم په دې تور نيولي چې ګواكې په كودتا كې يې مرسته كړې ده.
په نيول شويو شپږ زره كسانو كې ۲ زره يې قاضيان، ۱۰۰ تنه يې پوځي لوړ پوړي جنرالان او د بحري ځواكونو قومندانان دي.
د اردوغان حكومت دغه راز د جمهوري رياست لوړ پوړى پوځي مشاور هم نيولى دى.


