ads

ژمنې به ناوړه دودونه له منځه یوسي؟

په ټولنه کې د ناوړه دودونو په وړاندې که څه هم پخوا تر دې یو شمېر کسانو او ښځینه بنسټونو نیوکې کړي او څو څو ځله یې خپل غږ پورته کړی دی، خو د لومړي ځل لپاره یو ځوان له ټولنې څخه د دا ډول ناوړه دودونو د ټغر ټولو لپاره هلې ځلې پيل كړې […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395
ژمنې به ناوړه دودونه له منځه یوسي؟

په ټولنه کې د ناوړه دودونو په وړاندې که څه هم پخوا تر دې یو شمېر کسانو او ښځینه بنسټونو نیوکې کړي او څو څو ځله یې خپل غږ پورته کړی دی، خو د لومړي ځل لپاره یو ځوان له ټولنې څخه د دا ډول ناوړه دودونو د ټغر ټولو لپاره هلې ځلې پيل كړې دي.
په كابل كې د خان ولي عادل له پیل شوي اعتراض څخه شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې دي. عادل وایي، په دغه موده كې له جمهوري رياسته نيولې د مدني ټولنې تر غړو پورې، ډېرو ورسره لیده کاته درلودل، خو ټولو یوازې ژمنې کړي او دغو ژمنو هېڅ عملي بڼه نه ده خپله کړې.
په بدو کې د نجونو ورکړه هغه دود دی چې ګناه پلار، ورور یا تره کوي، خو بدل یې له یوې بې ګناه لور، خور او یا ورېرې نه اخیستل کېږي. كه څه هم ديني عالمان دغه دود د اسلام له نظره ناروا عمل بولي، خو په افغاني ټولنه کې یې ځینې خلک روا ګڼي.

په ټولنه کې د ناوړه دودونو په وړاندې که څه هم پخوا تر دې یو شمېر کسانو او ښځینه بنسټونو نیوکې کړي او څو څو ځله یې خپل غږ پورته کړی دی، خو د لومړي ځل لپاره یو ځوان له ټولنې څخه د دا ډول ناوړه دودونو د ټغر ټولو لپاره هلې ځلې پيل كړې دي.
په كابل كې د خان ولي عادل له پیل شوي اعتراض څخه شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې دي. عادل وایي، په دغه موده كې له جمهوري رياسته نيولې د مدني ټولنې تر غړو پورې، ډېرو ورسره لیده کاته درلودل، خو ټولو یوازې ژمنې کړي او دغو ژمنو هېڅ عملي بڼه نه ده خپله کړې.
په بدو کې د نجونو ورکړه هغه دود دی چې ګناه پلار، ورور یا تره کوي، خو بدل یې له یوې بې ګناه لور، خور او یا ورېرې نه اخیستل کېږي. كه څه هم ديني عالمان دغه دود د اسلام له نظره ناروا عمل بولي، خو په افغاني ټولنه کې یې ځینې خلک روا ګڼي.
خان ولي عادل نه غوښتل چې يا يې خور په بدو کې ورکړل شي او یا ده ته څوک په بدو کې را واده شي، خو کلیوالو یې پرېکړه کړې، ترڅو د دوی کور ته شاوخوا لس نجونې په بدو کې را واده کړي.

دا پرېکړه ولې وشوه؟
په اړه يې خان ولي عادل کیسه کوي چې شاوخوا څلور کاله پخوا یو چا د ځمکې پر سر د ده دوه وروڼه ووژل او دوه یې ټپیان کړل، له ډېرو لانجو او شخړو وروسته کلیوالو پرېکړه کړې چې د قاتل له کورنۍ څخه به شاوخوا لس تنه نجونې په بدو کې اخيستل كېږي او عادل د دې پرېکړې خلاف دى.
نوموړى وایي، له جمهور رئیس او حکومتي چارواکو څخه غواړي چې په بدو کې د نجونو ورکول دې بند شي او د قانون په چوکاټ کې دې سوله وشي.

حکومتي چارواکو څه کړي دي؟
ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون د غړو په ګډون د خان ولي عادل د ستونزې د حل په هدف یو پلاوی پکتیا ولایت ته ولاړ شي او د قومي جرګې له لارې ستونزه هواره کړي.
په دې اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل هم ویلي و، هر کله چې جمهوري ریاست حکم وکړي، پکتیا ته به د یو پلاوي په ترکیب کې د يادې پېښې د حل لپاره ولاړ شي او د دې موضوع د هوارولو هڅه به وکړي.
خو د شاوخوا یوې میاشتې له تېرېدو وروسته د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې اړه له کلید سره په خبرو کې وویل چې په بدو کې د نجونو د ورکړې دود یوازې په پکتیا ولایت کې نه دی او دا ستونزه به هېڅکله هم د پلاوي په استولو سره حل نه شي.
د هغه په خبره، د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره حکومت په پام کې لري چې د ټول هېواد په کچه اوږدمهاله مبارزه وکړي، ترڅو د دغو ستونزو مخنیوی وشي.
په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنيوي لپاره د راپورته شوي ځوان خان ولي عادل له غوښتنو يوه د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا او ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه دا ده چې په بدو کې د ورکېدونکې نجلۍ نکاح دې جرم وګڼي، باید ملا امان د دغو نجونو نکاح و نه تړي او که تړي یې، نو دوی هم په دغه جرم کې شريک دي.
په ورته وخت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال داعی الحق عابد هم د داسې نجونو د نکاح تړل د اسلام له نظره ناروا بولي او وایي:
“موږ په بدو کې د نجونو د ورکړې، په میراث کې ښځو ته د برخې نه ورکولو، زده کړو ته د نجونو نه پرېښودلو او ورته نورو ناوړه دودونو د له منځه وړلو او په وړاندې يې د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو لپاره وخت په وخت د ولایتونو او مرکز په کچه سيمينارونه جوړ کړي او کتابونه مو هم لیکلي دي.”
هغه زیاتوي: “که څه هم د ناوړه دودونو له منځه وړل یوې اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا لري، خو بیا هم موږ په همدې نیږدې وختونو کې داسې یو کتاب چاپ کړی چې د هغه له مخې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د ناوړه دودونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.”
د قانون نه پلي کېدل، ناامني او د خلکو د پوهې د کچې ټيټوالی د دې سبب شوي چې په بدو کې د نجونو د ورکړې په څېر ناوړه دودونه لا هم په افغاني ټولنه کې ژوندي پاتې شي.
۲۴ کلن ځوان خان ولي عادل بیا د دغو دودونو د حل لپاره یوه بله لاره د افغانستان په ټولو محاکمو کې د نکاح خطونو ثبتول بولي او وایي: “
زه فکر کوم که چېرې دغه کار وشي، نو هېڅکله به څوک خپلې لوڼې په بدو کې ور نکړي او ان په کم عمر کې به د نجونو د ودونو مخنیوی هم وشي.”
د افغانستان په محاکمو کې د نکاح خطونو د ثبتولو خبره، د افغانستان د مدني قانون د واده بحث په ۴۶مه ماده کې هم راغلې ده، خو د سترې محکمې مسوولین بیا وایي چې د دغې مادې تطبیق او عملي کول الزامي نه دي، که چېرې څوک ورته اړتیا پیدا کړي، نو کولای شي خپل نکاح خط ثبت کړي.
د يادې مادې په الزامي ډول د نه عملي کېدلو په اړه په افغانستان کې یو شمېر ښځینه بنسټونه وایي، په اوسنیو شرایطو کې ډېره اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان د مدني قانون دغه ماده په خلکو الزامي شي او نور هېڅوک د دې حق و نه لري، ترڅو نجونې په کم عمر او یا هم په بدو کې واده کړي.
د افغان ښځو شبکې غړې روبینا همدرد له حکومته غواړي چې په محاکمو کې د نکاح خطونو د ثبتولو لپاره دې د افغانستان ټولو اتباعو ته د هېواد په هره برخه کې د ثبت مرکزونه جوړ كړي او د دود په نوم له دغه ښامار نه دې د تل لپاره د نجونو ژوند وژغوري. په بدو كې د نجونو د ورکولو په وړاندې اعتراض کوونکى ځوان خان ولي عادل وایي، که چېرې يې غوښتنې و نه منل شي، نو یو ځل بیا به د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړي.
نوموړي تر دې مخکې په پکتیا ولایت کې هم د نه خوړو اعتصاب کړی و، خو هغه وخت د ده پلار نور محمد خان او ترونو يې د خان ولي عادل ډېری غوښتنې ومنلې.
دوی دا هم ومنله چې له هغوى سره به چې د خان ولي دوه وروڼه یې وژلي او دوه نور يې ټـپيـان كړي دي، د سولــې خبرو اترو ته کېني.
خو پر دې سربېره بيا هم جرګې پرېكړه وكړه چې د نور محمد خان كورنۍ ته دې د خون په بدل كې شاوخوا لس نجونې وركړل شي.
دا په داسې حال كې ده چې تېره اوونۍ خان ولي عادل كليد سره په مركه كې وويل، که په بدو كې د دوى كور ته د راتلونكې ناوې د واده مخه ونه نيول شي، نو ژوند به یې له ډېر تاوتریخوالي او کړاوونو سره مخ شي: “په راتلونکو څو ورځو کې به هغه نجلۍ چې زما یو ورور ته په بدو کې په نوم شوې وه، اوس مې ورور وفات شوى، خو دا ۱۲ کلنه نجلۍ به زما بل ورور ته چې هغه ۳۰ کاله عمر او بله ښځه هم لري، واده شي چې نجلۍ هم هېڅ رضایت نه لري، خو زموږ کورنۍ او د کلي سپین ږیرو دا فیصله کړې، اوس زموږ کورنۍ وايي که نجلۍ رضایت ولري که نه، دا زموږ مال دی که په زور وي، که په رضا، نو خپل کور ته یې راولو.”

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA