ads

هند: اترا پرديش كې زهري شرابو ۲۱ كسان وژلي

د هند په اتراپرديش ايالت كې د زهري شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۱ كسان مړه شوي او شپږ تنو د سترګو ديد له لاسه وركړى دى.هندي رسنۍ وايي، د اتراپرديش په علي ګنج سيمه كې له يو دوكان څخه ګڼو كسانو شراب پېرلي وو چې له څښلو وروسته يې د ټولو […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395
هند: اترا پرديش كې زهري شرابو ۲۱ كسان وژلي

د هند په اتراپرديش ايالت كې د زهري شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۱ كسان مړه شوي او شپږ تنو د سترګو ديد له لاسه وركړى دى.
هندي رسنۍ وايي، د اتراپرديش په علي ګنج سيمه كې له يو دوكان څخه ګڼو كسانو شراب پېرلي وو چې له څښلو وروسته يې د ټولو وضعيت خراب شو.
پوليس وايي، د خرابو شرابو له كبله ۵۰ متاثر كسان نږدې روغتون ته رسول شوي خو له دې ډلې يې ۲۱ كسانو ساه وركړې او ۶ نورو د سترګو ديد له لاسه وركړى دى. د هند په اتراپرديش ايالت كې د زهري شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۱ كسان مړه شوي او شپږ تنو د سترګو ديد له لاسه وركړى دى.
هندي رسنۍ وايي، د اتراپرديش په علي ګنج سيمه كې له يو دوكان څخه ګڼو كسانو شراب پېرلي وو چې له څښلو وروسته يې د ټولو وضعيت خراب شو.
پوليس وايي، د خرابو شرابو له كبله ۵۰ متاثر كسان نږدې روغتون ته رسول شوي خو له دې ډلې يې ۲۱ كسانو ساه وركړې او ۶ نورو د سترګو ديد له لاسه وركړى دى.
د علي ګنج پوليسو ويلي، دوكاندار يې نيولى دى، خو ايالتي حكومت هم اعلان كړى چې د زهري شرابو د مخنيوي نه كولو او په دې چاره كې د غفلت له كبله يې د ګڼ پوليس چارواكو او مامورينو دندې ځنډولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA