ads

هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه ، د ۴ قومندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال مړه

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواكونو هوايي بريد کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د دولت ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي.د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه وسله وال د يكشنبې په ورځ […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395
هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه ، د ۴ قومندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال مړه

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواكونو هوايي بريد کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د دولت ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه وسله وال د يكشنبې په ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په مومن څلور لارې کې هدف ګرځول شوي دي. د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواكونو هوايي بريد کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د دولت ۱۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه وسله وال د يكشنبې په ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په مومن څلور لارې کې هدف ګرځول شوي دي.
د سرچينې په وينا، وژل شوي وسله وال، چې دولت ضد کړنې يې ترسره کولې، د قاري فدا محمد وسله والې ډلې غړي وو.
سرچينه زياتوي، چې پرون د افغان ځواكونو په يو بل هوايي بريد كې د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت شپږ نور وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA