په كندهار كې د ملي امنيت ځواكونو پر ګزمه د دوه غلچكي بريدګرو له ډلې يو وژل شوى او بل تښتېدلى دى.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل، نن سهار د ۹ نهو بجو په شاوخوا کې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې اډې په سیمه کې ۲ تنو غلچکي بریدګرو غوښتل چې د ملي امنیت پر کارکوونکو برید وکړي. په كندهار كې د ملي امنيت ځواكونو پر ګزمه د دوه غلچكي بريدګرو له ډلې يو وژل شوى او بل تښتېدلى دى.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل، نن سهار د ۹ نهو بجو په شاوخوا کې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې اډې په سیمه کې ۲ تنو غلچکي بریدګرو غوښتل چې د ملي امنیت پر کارکوونکو برید وکړي.
د خپلواک په وینا، یاد وسله وال د ملي امنیت د کارکوونکو لخوا تر پېژندلو وروسته په نښه شوي چې په ډزو كې یو وژل شوی او بل په تېښته بریالی شوی دى.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستى.


