د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د معتادينو شمېر له سل زرو اوړي خو د دوى د تداوۍ مركزونه دومره كم دي چې په تېر يو كال كې يې يوازې ۱۴ سوه ناروغان تداوي كړي دي.
په كندهار كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د كندهار د عامې روغتيا سرپرست احمد الله فيضي وويل، په كندهار كې دا مهال د دوى د معلوماتو له مخې له اتيا زرو څخه تر سل زرو پورې معتادين ژوند كوي، خو د تداوۍ لپاره يې هېڅ حل لاره نه شته. د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولين وايي، په دغه ولايت كې د معتادينو شمېر له سل زرو اوړي خو د دوى د تداوۍ مركزونه دومره كم دي چې په تېر يو كال كې يې يوازې ۱۴ سوه ناروغان تداوي كړي دي.
په كندهار كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د كندهار د عامې روغتيا سرپرست احمد الله فيضي وويل، په كندهار كې دا مهال د دوى د معلوماتو له مخې له اتيا زرو څخه تر سل زرو پورې معتادين ژوند كوي، خو د تداوۍ لپاره يې هېڅ حل لاره نه شته.
د ده په وينا تېر ۱۳۹۴ كال كې د كندهار يوازې ۱۴ سوه معتادين تداوي شوي چې په ښار كې د معتادينو شمېر ته په كتو دا ډېر كم خلك دي چې دولت يې د تداوۍ اسانتياوې برابرې كړې دي: (( كم خلك ځكه تداوي شوي چې موږ ډېر صلاحيتونه نه لرو او هر اقدام مو د مركز په اجازې پورې تړلى دى. نشه داسې بلا ده چې يو وار پرې څوك اخته شي نو پريښودل يې خورا ستونزمن وي.))
په غونډه كې ديني عالمانو ټينګار درلود چې د نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه دې چټكه شي او د تاوانونو په اړه دې يې د خلكو د خبرولو پراخ كمپاينونه وشي.
غونډې ته په وينا كې د كندهار د علماو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني وويل، دولت بايد بزګرانو ته د كوكنارو د كښت بديله اقتصادي لار پيدا كړي.
خو د كندهار د كرنې سرپرست رئيس محمد قاسم رښتين وويل، په دې اړه يې د هڅو په برخه كې د كندهار د اتو ولسواليو پر بزګرانو ۲۹۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۹۵ ټنه سرې ويشلې دي: (( د كوكنارو ښه بديل زعفران دي، موږ سږ كال پر بزګرانو ۶۱۹۵ كېلو ګرامه د زعفرانو تخم ويشلى دى تر څو يې خلك كرلو ته تشويق شي.))
په كندهار كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ورځ په داسې حال كې ونمانځل شوه چې په جنوبي حوزه كې د تارياكو كښت فصلي بڼه اخستې، د معتادينو د تداوۍ اسانتياوې په كې كمې دي خو نشه يي توكو ته لاسرسى بيخي اسانه…


