د عامې روغتيا وزير وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.
فيروزالدين فيروز، چې نن يې په کابل کې د بېړنيو روغتيايي پېښو ځوابولو د انسجام ملي مرکز د پرانيستې په مهال رسنيو ته خبرې کولې وويل، دوى غواړي د روان کال تر پايه په هېواد کې د پوليو ناروغي ختمه کړي د عامې روغتيا وزير وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ پېښې کمې شوې دي.
فيروزالدين فيروز، چې نن يې په کابل کې د بېړنيو روغتيايي پېښو ځوابولو د انسجام ملي مرکز د پرانيستې په مهال رسنيو ته خبرې کولې وويل، دوى غواړي د روان کال تر پايه په هېواد کې د پوليو ناروغي ختمه کړي: (( د افغان دولت تعهد دا دى چې د كال تر اخره پوليو ختمه كړي، موږ سږ كال په ټول هېواد كې ۶ پېښې ثبت كړې دي، تېر كال ۲۸ پېښې وې، د پېښو كموالى له دې كبله دى چې عامې روغتيا وزارت له نړيوالو ملګرو سره چې د پوليو د ختمولو لپاره كار كوي، زيات فعاليت كړى دى، زموږ د پوليو ۴ پېښې د كونړ په يوه ډېره وړه ولسوالۍ كې رامنځته شوي چې هلته زموږ واكسيناتوران نه شي تللى، يوه پېښه په هلمند كې شوې، بله په كندهار كې.))
د بېړنيو روغتيايي پېښو ځوابولو د انسجام ملي مرکز مالي لګښت، چې ۲ اعشاريه ۶ ميليونه ډالره كېږي، د بېل او ملينډا ګېټس بنسټ له خوا وركول كېږي او د جوړېدو چارې يې د unops ادارې له لوري سر ته رسېږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، لومړى به دا مركز په ټول هېواد کې د پوليو د کابو كولو او له منځه وړلو لپاره وکارول شي او بيا به د بېړنيو روغتيايي پېښو مديريتي چارې ترسره كوي.
د يادونې وړ ده، چې دا په هېواد كې د خپل ډول لومړنى مرکز دى.


