ads

عبدالرحمن رحمن: د هېواد په ختيځ كې سرحدي ځواك لا تجهيزوو

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د ننګرهار له والي سره په ليدنه كې ويلي، وزارت يې په پام کې لري په ختيځ زون او په ځانګړي توګه ننګرهار کې سرحدي ځواکونه لا تجهیز او پياوړي کړي.د دغې ليدنې په اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د ننګرهار له والي سره په ليدنه كې ويلي، وزارت يې په پام کې لري په ختيځ زون او په ځانګړي توګه ننګرهار کې سرحدي ځواکونه لا تجهیز او پياوړي کړي.
د دغې ليدنې په اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ستر پاسوال رحمن له والي سره په کتنه کې دغه راز وویل، چې د ننګرهار او کونړ له سرحدي پوستو یې لیدنه کړې او هلته د شته سرحدي پولیسو مورال قوي دی. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د ننګرهار له والي سره په ليدنه كې ويلي، وزارت يې په پام کې لري په ختيځ زون او په ځانګړي توګه ننګرهار کې سرحدي ځواکونه لا تجهیز او پياوړي کړي.
د دغې ليدنې په اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ستر پاسوال رحمن له والي سره په کتنه کې دغه راز وویل، چې د ننګرهار او کونړ له سرحدي پوستو یې لیدنه کړې او هلته د شته سرحدي پولیسو مورال قوي دی.
د پاسوال رحمن په وینا کورنیو چارو وزارت په پلان کې لري، چې په ټول ختیځ زون او په ځانګړي ډول ننګرهار کې سرحد ساتونکی ځواک لا پياوړی او تجهیز کړي.
د یادولو وړ ده، چې ختیځو ولایتونو ته د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي د سفر موخه د ملي، سیمه ییزو او سرحدي پولیسو له مشکلاتو خبریدل او ارزول په ګوته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA