ads

طالبانو د كندوز قلعه ذال ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه كړي

د كندوز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ ډله ييز بريدونه كړي خو دمګړۍ د امنيتي ځواكونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.د كندوز امنيه قومندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، طالبانو پر قلعه ذال ولسوالي له څلورو خواو بريدونه كړي خو […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395
طالبانو د كندوز قلعه ذال ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه كړي

د كندوز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ ډله ييز بريدونه كړي خو دمګړۍ د امنيتي ځواكونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.
د كندوز امنيه قومندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، طالبانو پر قلعه ذال ولسوالي له څلورو خواو بريدونه كړي خو افغان ځواكونو ترې د نښتې په ترڅ كې ۶ طالبان وژلي او ۳ نور ټپيان دي. د كندوز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو له نن سهار څلورو بجو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ ډله ييز بريدونه كړي خو دمګړۍ د امنيتي ځواكونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.
د كندوز امنيه قومندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ كليد ته وويل، طالبانو پر قلعه ذال ولسوالي له څلورو خواو بريدونه كړي خو افغان ځواكونو ترې د نښتې په ترڅ كې ۶ طالبان وژلي او ۳ نور ټپيان دي.
د قلعه ذال ولسوال  محبوب الله سعدي هم كليد ته وويل، طالبانو نه يوازې د ولسوالۍ پر ودانۍ بلكې د ذال تاريخي كلا د محلي پوليسو پر پوستو هم بريدونه كړي چې په ترڅ كې يې ۵ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
په دې وروستيو كې شكايت كېږي چې د كندوز په شپږو واړو ولسواليو كې امنيتي وضعيت خورا خراب دى او طالبان ان د ښار په اړوندو سيمو كې هم خپل فعاليتونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA