ads

اپوزيسيوني جريانونه او مالي منابع يې

کلید ګروپ په تېرو څلورو کلونو کې د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۰ ډېر څېړنیز راپورونه برابر کړي دي. دغو راپورونو په ډېری مواردو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو غبرګونونه هم راپارولې دي. کلید ګروپ د څېړنیزو راپورونو د جوړولو له لارې د یوې ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو هڅه کوي. د […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395

کلید ګروپ په تېرو څلورو کلونو کې د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۰ ډېر څېړنیز راپورونه برابر کړي دي. دغو راپورونو په ډېری مواردو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو غبرګونونه هم راپارولې دي. کلید ګروپ د څېړنیزو راپورونو د جوړولو له لارې د یوې ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو هڅه کوي. د همدغو هڅو په دوام کلید ګروپ  د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو راوروسته په تېره یوه اوونۍ کې د نویو سیاسي جریانونو او بنسټونو د رامنځ ته کولو لړۍ تعقیب کړې ده. دا سیاسي جریانونه تر ډېره د اپوزیسیون په څېره کې راڅرګند شوي او د ملي یووالي پر حکومت یې نه یوازې سخت انتقادونه کړي کلید ګروپ په تېرو څلورو کلونو کې د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې له ۲۰۰ ډېر څېړنیز راپورونه برابر کړي دي. دغو راپورونو په ډېری مواردو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو غبرګونونه هم راپارولې دي. کلید ګروپ د څېړنیزو راپورونو د جوړولو له لارې د یوې ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو هڅه کوي. د همدغو هڅو په دوام کلید ګروپ  د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو راوروسته په تېره یوه اوونۍ کې د نویو سیاسي جریانونو او بنسټونو د رامنځ ته کولو لړۍ تعقیب کړې ده. دا سیاسي جریانونه تر ډېره د اپوزیسیون په څېره کې راڅرګند شوي او د ملي یووالي پر حکومت یې نه یوازې سخت انتقادونه کړي، بلکې وخت ناوخت یې د بدیل حکومت موضوع هم مطرح کوي؛ داسې یو څه چې افغانانو ته په هېڅوجه د منلو وړ نه دي. د دغو سیاسي جریانونو غړي تر ډېره هغه افراد او اشخاص دي چې پخوا یا د کرزي د حکومت غړي وو او یا هم د جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله د ټیمونو له ناراضیانو جوړ شوي دي.
د اپوزیسیوني جریانونو رامنځ ته کېدل د نظامونو د اصلاح او سمون په خاطر یوه جدي اړتیا ده، خو د کلید ګروپ د څېړنیز ټیم موندنې ښيي دا نوي سیاسي جریانونونه سره له دې چې چې هر یو یې په سلګونه غړي او په دفترونو کې لسګونه فعال کارکوونکي لري، مګر تر دې مهاله یې مالي منابع په مشخص ډول نه دي څرګندې او مسوولین یې نه دي حاضر شوي چې په دې تړاو د کلید خبریال پوښتنو ته د قناعت وړ او کره ځوابونه ورکړي. له ځوابونو تېښتې دا ټکی په ډاګه کوي چې د کاسې لاندې کومه نیم کاسه شته دی.
علاوه پر دې د کلید خبریال موندنې ښيي چې د افغانستان عدلیې وزارت هم په دې برخه کې په خپلو دندو پاتې راغلې او د ګوندونو او سیاسي جریانونو د ارزونې او څارنې په برخه کې یې په وضعه شویو اصولو عمل نه دی کړی. د کلید د تحقیقي ټیم خبریال لیکي: جالبه دا ده د عدلیې وزارت چې د ګوندي فعالیتونو د څارنې او ارزونې مسوولیت لري، هم نه حاضریږي چې د یادو جریانونو د مالي سرچینو په اړه معلومات ورکړي. حال دا چې د ګوندونو د قانون له مخې، د سیاسي احزابو او بنسټونو لګښتونه او د تمویل منابع باید څرګندې او رڼې وي.
معلوماتو په ډاګه کوي چې هر نوی رامنځ ته شوی سیاسي جوړښت هره میاشت د دفترونو په کرایه، کنفرانسونو او بېلابېلو سمینارونو سلګونه زره افغانۍ لګوي او دغه راز خپلو یو شمېر کارکوونکو ته تنخواوې هم ورکوي، مګر د دغو جوړښتونو یو غړی هم نه دی حاضر شوی چې په دې رابطه د کلید خبریال ته معلومات ورکړي او ووایي چې دغه پیسې له کومه کېږي او څوک یې په مالي ملاتړ ولاړ دي.
د نویو سیاسي جوړښتونو مسوولینو د کلید خبریال ته ویلي چې د دوی مالي سرچینې داخلي دي او تر یوه بریده یې سوداګر ملاتړ کوي، خو کله چې خبریال د سوداګرۍ خونو مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي ته مراجعه کړې او په دې اړوند د هغه نظر پوښتلی، نوموړي په بشپړ ډول له سیاسي ډلو سره د سوداګرو مستقیم ملاتړ رد کړی.
علاوه پر دې د سیاسي جوړښتونو مسوولینو ویلي چې ټول غړي یې په رضاکاره توګه فعالیت کوي؛ دا هم داسې یو استدلال دی چې خلک پرې چندان قناعت نشي کولای شي.
په هرحال دا چې دا نوي سیاسي جوړښتونه څنګه تمویلیږي او د څه شي په هدف رامنځ ته شوي د موضوع یو اړخ دی، خو پوښتنه دا ده چې قانون د دوی د تمویل سرچینو په اړه څه وايي. که چېرې د سیاسي ګوندونو قانونو ته مراجعه وشي، نو په څوارلسمه او پنځلسمه ماده کې په دې ارتباط ډېر څه موندلی شو.
د سياسي ګوندونو قانون په څوارلسمه ماده کې راغلي چې(( د سياسي احزابو د تمویل منابع او لګښتونه باید علني او شفاف وي)). د قانون پنځلسمه ماده موضوع لا پسې روښانوي او زیاتوي چې((سیاسي حزب له لاندې سرچینو تمویلېدلای شي: ۱ـ د حق العضویت د ورکړې له لارې. ۲- د یوه داخلي حقیقي شخص له بلاعوضه مرستې څخه چې په کال کې تر دوه ملیونه افغانیو ډېرېدای نه شي. ۳- د ګوند د منقولو او غیر‌منقولو شتمنیو د عوایدو له لارې. ۴- د ټاکنو پر وخت د دولت له لوري له سب‌سایډي څخه. ۵- د ډموکراسۍ د ملاتړو نړیوالو سازمانونو له اعانې چې په شفاف او علني ډول وي. ۶- د غړو له نورو مساعدتونو څخه.))
د حراست او ثبات شورا، د افغانستان نوې ملي جبهه، د ثبات ملي بنسټ او د عمر داوودزي سیاسي کړۍ هغه مهم جریانونه دي چې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته یې فعالیت پیل کړی او د بېلابېلو ناستو او کنفرانسونو له لارې یې د حکومت پر وړاندې سختې سنګر نیونې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA