ads

افغان لوبډلې، ايرلنډ په خپل كور كې د دوهم ځل لپاره مات كړ

د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ څلورمه لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د ملي لوبډلې توپوهونکو د سيالۍ په ټولو پنځوسو اورونو […]

نویسنده: TKG
28 چنګاښ 1395
افغان لوبډلې، ايرلنډ په خپل كور كې د دوهم ځل لپاره مات كړ

د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ څلورمه لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د ملي لوبډلې توپوهونکو د سيالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۳۰ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې راشد ارمان ۶۰ ناسوځېدلې، محمد نبي عيسي خېل ۵۰ او رحمت شاه ۴۸ منډې وکړې. د ايرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ څلورمه لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د ملي لوبډلې توپوهونکو د سيالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۳۰ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې راشد ارمان ۶۰ ناسوځېدلې، محمد نبي عيسي خېل ۵۰ او رحمت شاه ۴۸ منډې وکړې.
د ايرلنډ لوبډلې ورکړل شوى هدف ترلاسه نه کړاى شو او د سيالۍ په ۴۱ اورونو كې يې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه يې د ۷۹ منډو په توپير وبايلله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد ارمان څلور، رحمت شاه دوه، يامين احمدزي يو او دولت ځدراڼ هم د سيالې لوبډلې يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان د دوو او ايرلنډ د يوې لوبې په ګټلو توانېدلی دی.
لومړۍ لوبه د باران له كبله لغوه شوې وه.
د دغې لړۍ وروستۍ لوبه سبا ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA