ads

هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه، ۱۶ وسله وال مړه، ۶ ټپيان

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګين او مارجه كې نن د يكشنبې په سهار د افغان هوايي ځواك ګوزارونو كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د هلمند د والي له دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، افغان هوايي ځواكونو نن سهار لس بجې د سنګين په زعفران كلي كې […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه، ۱۶ وسله وال مړه، ۶ ټپيان

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګين او مارجه كې نن د يكشنبې په سهار د افغان هوايي ځواك ګوزارونو كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، افغان هوايي ځواكونو نن سهار لس بجې د سنګين په زعفران كلي كې د طالبانو پر يو پټنځاى بريد كړى چې په ترڅ كې يې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګين او مارجه كې نن د يكشنبې په سهار د افغان هوايي ځواك ګوزارونو كې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته راغلې خبرپاڼه وايي، افغان هوايي ځواكونو نن سهار لس بجې د سنګين په زعفران كلي كې د طالبانو پر يو پټنځاى بريد كړى چې په ترڅ كې يې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
سرچينه دغه راز وايي، افغان هوايي ځواكونو د مارجې په زقوم څلور لارې كې هم د يو بريد په ترڅ كې شپږ وسله والو مخالفين وژلي دي.
سرچينه زياتوي، وسله والو پلان درلود چې په سيمه كې پر امنيتي پوستو بريدونه وكړي خو موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوي دي او يو هاوان يې له منځه وړل شوى دى.
د والي دفتر وايي، په دغو هوايي بريدونو كې ولسي خلكو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA