د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند د کابل – جلال اباد پر لویه لاره یو ملکي وګړی د نا معلومه وسله والو له لورې وژل شوی او عاملین یې په تېښته بریالي شوي دي.
چارواکي وایي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې وژل شوی شخص څوک او څه كاره و؟
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نن سهار د سرخرود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د (ځنګل باغ) په سیمه کې یو جسد پیدا کړی، چې د نا پېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی. د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند د کابل – جلال اباد پر لویه لاره یو ملکي وګړی د نا معلومه وسله والو له لورې وژل شوی او عاملین یې په تېښته بریالي شوي دي.
چارواکي وایي، تر اوسه لا معلومه نه ده چې وژل شوی شخص څوک او څه كاره و؟
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نن سهار د سرخرود ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د (ځنګل باغ) په سیمه کې یو جسد پیدا کړی، چې د نا پېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
خوږیاڼی وایي، سیمې ته د امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې غړي تللي ترڅو معلومه کړي، چې وژل شوی کس څوک او چېرته وژل شوی دی: (( جنايي كسان معلومات كوي چې دا سړى څنګه، چېرته او ولې وژل شوى او بيا څه وخت او څنګه يې دلته مړى راوړل شوى دى.))
په سیمه کې عیني شاهدانو بیا کلید ته ویلي، چې د وژل شوي تن له نښو معلومیږي، چې په موټر سایکل سپور و او په یاده سیمه کې چا وژلی دی.
تر اوسه د دغه كس د وژنې د پړې اخیستلو په اړه چا څه نه دې ویلي.
په ننګرهار کې دا کس د نامعلومو وسله والو له لوري په داسې حال کې وژل کیږي، چې له دې وړاندې د روانې میاشتې په اوږدو کې دوه نور ولسي وګړي هم د جلال اباد په ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
همدا راز ځنګل باغ سيمه د درونټې اړوند هغه سيمه ده چې څو ځله وړاندې هم په كې جنايي پېښې شوې دي، په دې ځاى كې دوه واره د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه او د محصلينو ميليونونه افغانۍ بديل اعاشه هم وتښتول شوه.


