د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، کوټ او نازیانو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه بریدونو له امله ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، یاد بریدونه په سیمه کې د داعش د ځپلو د لړۍ دوام دی، چې د جمهوررئيس محمد اشرف غني په امر پیل شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه برید له امله ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، کوټ او نازیانو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه بریدونو له امله ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، یاد بریدونه په سیمه کې د داعش د ځپلو د لړۍ دوام دی، چې د جمهوررئيس محمد اشرف غني په امر پیل شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه برید له امله ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
مشرقيوال دغه راز وایي، د نازیانو ولسوالۍ په سپینې ژۍ سیمه کې هم د بې پيلوټه هوایي برید له امله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
مشرقیوال زیاته کړه، په یادو بریدونو کې د داعش ډلې ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.
د وسله والو پر مركزونو دا بريدونه په داسې حال كې كېږي چې د جمعې په ورځ جمهور رئيس په ختيځ كې افغان ځواكونو ته امر وكړ، چې په يوه اوونۍ كې داعش ډله له منځه يوسي.


