ads

قره باغ كې د ۲۹۶ زره ډالرو په لګښت روغتون جوړېږي، خو خلك دا كار كافي نه بولي

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ملکي روغتون ته تېره ورځ د ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اداري مسئول ذبیح الله حنفي کلید ته وویل، د قره باغ روغتون ته چې ډاكټران يې دمګړۍ په یوه زړه ودانۍ کې فعالیت […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
قره باغ كې د ۲۹۶ زره ډالرو په لګښت روغتون جوړېږي، خو خلك دا كار كافي نه بولي

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ملکي روغتون ته تېره ورځ د ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اداري مسئول ذبیح الله حنفي کلید ته وویل، د قره باغ روغتون ته چې ډاكټران يې دمګړۍ په یوه زړه ودانۍ کې فعالیت کوي، تازه د (سي، اچ،سي) روغتون ودانۍ رغوي،چي 24 اداري خونې او نور اړین ملحقات به لري او شاوخوا ۲۹۶ زره ډالره لګښت به ورباندې راشي. د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ ملکي روغتون ته تېره ورځ د ۲۹۶ زره ډالرو په ارزښت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اداري مسئول ذبیح الله حنفي کلید ته وویل، د قره باغ روغتون ته چې ډاكټران يې دمګړۍ په یوه زړه ودانۍ کې فعالیت کوي، تازه د (سي، اچ،سي) روغتون ودانۍ رغوي،چي 24 اداري خونې او نور اړین ملحقات به لري او شاوخوا ۲۹۶ زره ډالره لګښت به ورباندې راشي.
نوموړي زیاته کړه، د دغي ودانۍ چارې به تر ۹ میاشتو بشپړې شي چې لګښت به يې د عامې روغتيا وزارت له انكشافي بودجې پرې كېږي.
د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، د روغتیایي خدماتو په برخه کې له ګڼو ستونزو په تېره بیا روغتون ته د مناسب ځای له نشتوالي سره لاس او ګریوان وو، خو د دغې نوې ودانۍ په رغېدو سره به یې ګڼې ستونزې تر یوه بریده را کمې شي.
قومي مشر اسدالله ناشر کلید ته وویل، تر دې وړاندې د ولسوالۍ روغتون مناسب ځای نه درلود: (( دا ۱۵ کاله کېږي موږ کوښښونه وکړل، بالاخره مو د روغتون نوې ودانۍ ته نن دا ده په خیر د بنسټ ډبره كېښوده، چې ورسره به په روغتون کي  سیاسرو، کوچنیانو او ټولو ناروغانو ته یو مناسب ځای پیدا شي.)) 
خو د قره باغ ولسوالۍ ځینې قومي مخور بیا وایي، روغتون ته یې دغه ۲۴ اطاقه ودانۍ کفایت نه کوي او د عامې روغتیا وزارت باید د یادې ولسوالۍ نفوس ته په کتو ورته یو لومړى درجه روغتون ورغوي.
د قره باغ ولسوالۍ یوه قومي مخور نور محمد همدغه خبره كوي، نوموړى وايي د یادې ولسوالۍ نفوس ته په کتو دا وداني د روغتیايي ستونزو په حل كې كفايت نه كوي او باید ورته یوه مجهزه شفاخانه ورغول شي: (( دا ودانۍ موږ ته کفایت نه کوي، قره باغ ۲۰۰ زره نفوس لري د ۵ نورو ولسوالیو ناروغان هم دلته راځي او اړتیا ده،چې دلته یوه شفاخانه ورغول شي.))
د غزني ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي بيا وایي، قره باغ ولسوالۍ ته یې د لوى روغتون جوړولو پلان شته، خو دمګړۍ د بودجې له کموالي سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې قره باغ د غزني ولایت جنوب ته په ۴۵ کیلو مترۍ کې پرته نسبتا امنه او ګڼ میشته ولسوالي ده، چې دا مهال په کې شاوخوا ۵ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA