د غزني امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې پر اجرستان ولسوالۍ او د ګڼو نورو ولسوالیو پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو ډله يیز بریدونه هغوی ته د درنو تلفاتو په اړولو پر شا تمبولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو د ګڼ شمېر بهرنیانو په ګډون تېره ورځ د سهار پر ۵ بجو د اجرستان ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی و، چې بيګا تر ناوخته یې دوام درلود. د غزني امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې پر اجرستان ولسوالۍ او د ګڼو نورو ولسوالیو پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو ډله يیز بریدونه هغوی ته د درنو تلفاتو په اړولو پر شا تمبولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو د ګڼ شمېر بهرنیانو په ګډون تېره ورځ د سهار پر ۵ بجو د اجرستان ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی و، چې بيګا تر ناوخته یې دوام درلود.
نوموړي زیاته کړه، د نښتې په پایله کې د حنظله په نامه د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي، چې په وژل شویو کې بهرنیان هم شامل دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې تېره شپه ګڼ شمېر وسله والو د دې ولایت د اندړو، زنخان او خوږیاڼو ولسوالیو په اړوندو کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو، چي ټول پر شا تمبول شوي او د خوږیاڼو ولسوالۍ پیرکي سیمي ته څېرمه نښته کې بيا د وسله والو یو سرګروپ ملامنصور له خپل یوه کس سره وژل شوی دی.
امنیه قومندان وایي په دغو نښتو کي امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.


