د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وایي، په ننګرهار كې يې د داعش ډلې مخه نیولې او دغه ډله یې له ماتې سره مخ کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې په خپل کور کې یو شمېر قومي مشرانو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو له قومي مشرانو سره په غونډه کې وویل، ده او ملګرو یې له داعش ډلې سره په کلکه مبارزه کړې او د دوی د پرمختګ مخنیوی یې کړی دی. د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وایي، په ننګرهار كې يې د داعش ډلې مخه نیولې او دغه ډله یې له ماتې سره مخ کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې په خپل کور کې یو شمېر قومي مشرانو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو له قومي مشرانو سره په غونډه کې وویل، ده او ملګرو یې له داعش ډلې سره په کلکه مبارزه کړې او د دوی د پرمختګ مخنیوی یې کړی دی.
نوموړی وایي، اوس هم د ده په مشرۍ ولسي پاڅون کوونکي له افغان ځواکونو وړاندې له داعش وسله والو سره جنګیږي: (( اچين نه مو ورته مخه تړلې ده، همدا اوس له اردو او پوليسو نه هم درې كېلو مټره وړاندې پراته دي، كه موږ دا حركت نه واى ايجاد كړى نن به غني خېل او تورخم هم د داعش په لاس كې واى، ولې خلك قضاوت كوي، هغه سيمه چې موږ ويلي وو په قبرستان يې بدلوو، قسم په خداى چې په قبرستان مو ور بدله كړې ده.))
د ولسي جرګې لومړی مرستیال په داسې حال کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د مخنوي او ماتې خبره کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ جمهور رئيس اشرف غني هم افغان ځواکونو ته په زغرده امر وکړ، چې په يوه اوونۍ کې دغه ډله له منځه یوسي.


