ads

سر روضه كې د يو زوړ كور د چت راغورځېدو له كبله د يوې كورنۍ ۵ غړي مړه شوي

تېره شپه د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ اړوند د سرروضې په کلي کې د یوه پخواني کور د چت د رالوېدو په پېښه کې د بهرام شاه په نوم د يو سړي د کورنۍ پنځه تنه وژل شوي دي.په وژل شویو کسانو کې د نعمت په نوم یو ۳۴ کلن ځوان، د هغه […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
سر روضه كې د يو زوړ كور د چت راغورځېدو له كبله د يوې كورنۍ ۵ غړي مړه شوي

تېره شپه د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ اړوند د سرروضې په کلي کې د یوه پخواني کور د چت د رالوېدو په پېښه کې د بهرام شاه په نوم د يو سړي د کورنۍ پنځه تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د نعمت په نوم یو ۳۴ کلن ځوان، د هغه مېرمن او د نعمت درې اولادونه چې دوه یې لوڼې او یو زوی دى شامل دي.
د سرروضې اوسېدونکى او د بهرام شاخ وراره فضل الرحمن په دې اړه کلید ته وویل چې د شپې ۱۱ بجې په کلي کې په لاوډسپیکرونو کې اعلانونه وشول خو تر څو چې خلک راتلل او یاد کسان یې له خاورو راایستل ډېر وخت تېر شو: ((کله چې له خاورو ټول را ایستل شوي کسان مو روغتون ته ورسول نو ټولو یې ساه ورکړي وه.)) تېره شپه د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ اړوند د سرروضې په کلي کې د یوه پخواني کور د چت د رالوېدو په پېښه کې د بهرام شاه په نوم د يو سړي د کورنۍ پنځه تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د نعمت په نوم یو ۳۴ کلن ځوان، د هغه مېرمن او د نعمت درې اولادونه چې دوه یې لوڼې او یو زوی دى شامل دي.
د سرروضې اوسېدونکى او د بهرام شاخ وراره فضل الرحمن په دې اړه کلید ته وویل چې د شپې ۱۱ بجې په کلي کې په لاوډسپیکرونو کې اعلانونه وشول خو تر څو چې خلک راتلل او یاد کسان یې له خاورو راایستل ډېر وخت تېر شو: ((کله چې له خاورو ټول را ایستل شوي کسان مو روغتون ته ورسول نو ټولو یې ساه ورکړي وه.))
فضل الرحمن وايي، د تره كور يې ځكه راغورځېدلى چې ډېر زوړ او  خام و.
د یادونې وړ ده چې د سرروضې کلی د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې د جګو غرو په ډډو او لمنو کې اباد دی.
ډېری کورونه یې پخواني دي چې په خام ډول له خاورو او ډبروڅخه جوړشوي، له همدې امله ده چې بې له کوم باران او ټکان نه د دې کور چت هم رالوېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA