ads

د پكتيكا والي: له اصولو سرغړوونكي پوليس مجرمان دي، قانوني چلند ورسره كوو

د پکتیکا والي وايي، ټول هغه پولیس چې له اصولو سرغړونه کوي جرم کوونکي دي او قانوني چلند به ورسره وشي.الیاس وحدت دا څرګندونې په دغه ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د فارغیدونکو پولیسو یوې غونډې ته د  وینا پرمهال کړې دي.یادې غونډې ته په وینا کې د پکتیکا والي الیاس وحدت […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
د پكتيكا والي: له اصولو سرغړوونكي پوليس مجرمان دي، قانوني چلند ورسره كوو

د پکتیکا والي وايي، ټول هغه پولیس چې له اصولو سرغړونه کوي جرم کوونکي دي او قانوني چلند به ورسره وشي.
الیاس وحدت دا څرګندونې په دغه ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د فارغیدونکو پولیسو یوې غونډې ته د  وینا پرمهال کړې دي.
یادې غونډې ته په وینا کې د پکتیکا والي الیاس وحدت نویو فارغ شویو پولیسو ته وویل، چې تاسو د خاورې ساتونکي ياست، هڅه وکړئ، چې په رښتني توګه د خپلې خاورې، هیواد او ولس ساتنه وکړئ. د پکتیکا والي وايي، ټول هغه پولیس چې له اصولو سرغړونه کوي جرم کوونکي دي او قانوني چلند به ورسره وشي.
الیاس وحدت دا څرګندونې په دغه ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د فارغیدونکو پولیسو یوې غونډې ته د  وینا پرمهال کړې دي.
یادې غونډې ته په وینا کې د پکتیکا والي الیاس وحدت نویو فارغ شویو پولیسو ته وویل، چې تاسو د خاورې ساتونکي ياست، هڅه وکړئ، چې په رښتني توګه د خپلې خاورې، هیواد او ولس ساتنه وکړئ.
هغه زیاته کړه، ټول هغه پولیس چې له اصولو سرغړونه کوي، جرم کوونکي دي او قانوني چلند به ورسره وشي.
په دې غونډه كې د پکتیکا ولایت سرپرست امنيه قوماندان سمونمل دادالله وويل چې د پکتیکا ولایت د پوليسو له روزنيز مرکز څخه په اته ویشتمه دوره کې ۲۹ پولس فارغ او د خدمت کولو په موخه ټولنې ته وړاندې شول.
د یادولو وړ ده، د پکتیکا د پوليسو ښوونیز مرکز زرګونه کسان روزلي، چې دا مهال د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA