ads

د كډوالو وزارت: راستنېدونكو كډوالو سره د سړي سر ۴۵۰ ډالر مرسته كوو

د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، د راتلونكې سې شنبې په ورځ به په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د استازو ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي، چې په كې به د افغان كډوالو د ستونزو پر څېړلو سربېره له پاكستانه خپل هېواد ته د […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
د كډوالو وزارت: راستنېدونكو كډوالو سره د سړي سر ۴۵۰ ډالر مرسته كوو

د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، د راتلونكې سې شنبې په ورځ به په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د استازو ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي، چې په كې به د افغان كډوالو د ستونزو پر څېړلو سربېره له پاكستانه خپل هېواد ته د كډوالو د راستنولو لپاره د عمل پلان هم وړاندې شي.
د دې وزارت وياند اسلام الدين جرات نن كليد ته وويل، د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت د عمل پلان له مخې له پاكستانه راستنېدونكو افغان كډوالو سره مالي مرستې د ۲۰۱۵ ميلادي كال په پرتله زياتې شوي او هر راستنېدونكى كډوال شاوخوا ۵۰۰ ډالره مرسته ترلاسه كوي. د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، د راتلونكې سې شنبې په ورځ به په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې د استازو ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي، چې په كې به د افغان كډوالو د ستونزو پر څېړلو سربېره له پاكستانه خپل هېواد ته د كډوالو د راستنولو لپاره د عمل پلان هم وړاندې شي.
د دې وزارت وياند اسلام الدين جرات نن كليد ته وويل، د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت د عمل پلان له مخې له پاكستانه راستنېدونكو افغان كډوالو سره مالي مرستې د ۲۰۱۵ ميلادي كال په پرتله زياتې شوي او هر راستنېدونكى كډوال شاوخوا ۵۰۰ ډالره مرسته ترلاسه كوي: (( سږ كال د راستنېدونكو كډوالو لپاره زموږ د وزارت برنامه له نورو كلونو متفاوته ده، مثلا په ۲۰۱۵ كال كې موږ ۴۰۰ زره افغانانو ته اماده ګي لرله، چې راوګرځي او  اولي كومكونه د سرپناه مرسته، او كار پيدا كولو مرسته ورسره وكړو، خو سږ كال موږ له ۵۰۰ زرو څخه تر ۶ سوه زرو پورې كډوالو ته تابيا نيولې چې راستانه شي او دلته ورته د ژوند زمينه برابره شي، په دې كې راسره د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره همكاره ده، تېر كال يو راستنېدونكي افغان ۲۰۰ ډالر ترلاسه كول خو سږ كال في نفر ته له ۴۵۰ نه تر ۵۰۰ ډالر وركوو.))
د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي به، چې په دغه درې اړخيزه غونډه كې د افغانستان استازيتوب كوي، له پاكستاني او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې چارواكو سره په پاكستان كې د مېشتو قانوني افغان كډوالو د پاتې كېدو د وخت تمديدولو، د شاوخوا يونيم ميليون كډوالو د ثبت، د پوليسو له لوري د كډوالو د ځورولو مخنيوي او يو شمېر نورو ستونزو په اړه خبرې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA