ads

خبریالانو ته خونړی کال

یو ځل بیا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو چې په کې د وهلو ټکولو او حتا وژلو پېښې هم شاملې دي، راپورونه خپرېږي.د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.د دغې کمېټې د مسوولینو په […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1395
خبریالانو ته خونړی کال

یو ځل بیا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو چې په کې د وهلو ټکولو او حتا وژلو پېښې هم شاملې دي، راپورونه خپرېږي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.
د دغې کمېټې د مسوولینو په وینا، د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ فیصده زیات شوی دی. د يادې کمېټې رئیس نجیب الله شریفي په دې اړه وویل: “د خبریالانو لپاره ۲۰۱۶میلادي کال ډېر خونړی کال دی، که څه هم کال نه دی پای ته رسېدلى، خو شپږ میاشتې یې پوره شوي، په همدغو شپږو میاشتو کې لس تنه خبریالان وژل شوي دي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوې دي چې په هغو کې وژل، نیول او ګواښونه شامل دي.” یو ځل بیا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو چې په کې د وهلو ټکولو او حتا وژلو پېښې هم شاملې دي، راپورونه خپرېږي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.
د دغې کمېټې د مسوولینو په وینا، د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ فیصده زیات شوی دی. د يادې کمېټې رئیس نجیب الله شریفي په دې اړه وویل: “د خبریالانو لپاره ۲۰۱۶میلادي کال ډېر خونړی کال دی، که څه هم کال نه دی پای ته رسېدلى، خو شپږ میاشتې یې پوره شوي، په همدغو شپږو میاشتو کې لس تنه خبریالان وژل شوي دي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ پېښې ثبت شوې دي چې په هغو کې وژل، نیول او ګواښونه شامل دي.”
د شریفي په وینا، د خبریالانو په وړاندې تر ډېره حده په تاوتریخوالي کې حکومتي مسوولین لاس لري، خو دى وايي چې طالبان هم د خبریالانو په وړاندې په تاوتریخوالي او وژلو کې ښکېل دي.
په راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یو شمېر خبریالان وهل شوي او یا هم د خبري پوښښ په مهال سپکاوی ورته شوی دی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو له حکومت څخه وغوښتل چې د خبریالانو د امنیت ساتلو لپاره اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بن د پرېكړو له مخې په افغانستان كې د بيان پر ازادۍ ټينګار وشو، د هېواد د اساسي قانون په تصويب سره يې لا زيات قوت وموند او سلګونه چاپي، غږيږې او انځوريزې رسنۍ د سيالۍ ډګر ته راووتې. د بیان ازادي او د رسنیو زیاتوالی د حامد کرزي د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه بللی شو. همدا شان د ملي يووالي حکومت له جوړېدو را وروسته هم جمهور رئیس محمد اشرف غني د ژورنالستانو له نظارتي رول څخه نه یوازې مننه کړې، بلکې ژورنالستان یې هڅولي دي چې له حکومت سره څنګ په څنګ د فساد او نورو مواردو په ضد مبارزه وکړي، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې كله ناكله همدغه د بيان او مطبوعاتو ازادي ځاى ځاى د ځينو سيمه ييزو چارواكو او استبدادي ګروپونو له خوا محدوده شوې او رټل شوې ده او په ډېرى مواردو كې حتا ژورنالیستان دې ته اړ شوي چې په خودسانسورۍ هم لاس پورې كړي.
دژورنالستانو رول یا ونډه دهیواد په ځینو شرایطوکېډیره اوچته او مهمه ده. دا ژورنالستان دي چې خپل سرونه يې په لاس كې نيولي او د زياتو ستونزو په ګاللو سره خپلو مطبوعاتي فعاليتونو ته دوام وركوي، خو دوى تل په دې ګناه رټل كېږي چې خپل هېوادوال له هغو پېښو خبروي چې په هېواد، سيمه او نړۍ كې رامنځته كېږي.
دا څرګند حقيقت دى چې د مطبوعاتو او د بيان د ازادۍ د مخــالــفو زورواكـانــو د فـشارونو او زورزياتي په نتيجه كې چې د مطبوعاتو له فعاليته وېره لري، يو شمېر ژورنالستان نه يوازې له ګواښونو سره مخ شوي، بلكې دغه غاښ چيچى هومره زورور شوی چې ځينې ژورنالستان د مرګ تر پولې مخته تللي او په دې منځ كې قرباني شوي دي.
د جمهور رئيس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت تل د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅه کړې او دغو هڅو ته به دوام ورکړي.
مرتضوي زياته كړه: “افغان حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره تل هڅې کړې دي او له خبریالانو سره یې په مشورې یو طرزالعمل جوړ کړى چې څنګه کولی شو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د خبریالانو امنیت ونیسو، په دې برخه کې اقدام شوی دی او حکومت له خبریالانو څخه د ملاتړ په خاطر ژمن دی.”
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالى او د طالبانو له خوا ګواښونه هغه موارد دي چې د ښځینه خبریالانو لپاره یې هم د کار کولو زمینه تنګه کړې ده. د ژورنالستانو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په نتیجه کې، اوس دا د ټولو ژورنالیستانو مکلفیت او مسوولیت دی چې ټول په متحدانه شکل د خپلو حقونو د خونديتوب په برخه كې كار او فعاليت وكړي. دا ژورنالستان دي چې تر ټولو قوي او پراخ امكانات په لاس كې لري او د درې ګونو قوتونو ترڅنګ ورته څلورم قوت هم ویلی شو.
4

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA