په تركيه كې د پوځ د يوې ډلې د كودتا تر ناكامۍ وروسته جمهور رئيس طيب اردوغان د امريكا جمهور رئيس بارك اوبامه سره ټليفوني تماس كې له هغه غوښتنه كړې چې د كودتا مسوول او په امريكا كې ميشت فتح الله ګولن يا محاكمه كړي يا يې انقرې ته وسپاري.
اوباما هم د تركيې پر كودتا خپله اندېښنه اردوغان ته وړاندې كړې او غوښتنه يې كړې چې د تشدد او وينې بهونې مخه دې ونيول شي.
داپه داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري د تركيې د پوځي كودتا د غندنې تر څنګ ويلي وو كه انقره په دې كودتا كې د امريكا ميشتي فتح الله ګولن د ښكېلتيا ثبوتونه لري نو واشنګټن ته دې يې وسپاري. په تركيه كې د پوځ د يوې ډلې د كودتا تر ناكامۍ وروسته جمهور رئيس طيب اردوغان د امريكا جمهور رئيس بارك اوبامه سره ټليفوني تماس كې له هغه غوښتنه كړې چې د كودتا مسوول او په امريكا كې ميشت فتح الله ګولن يا محاكمه كړي يا يې انقرې ته وسپاري.
اوباما هم د تركيې پر كودتا خپله اندېښنه اردوغان ته وړاندې كړې او غوښتنه يې كړې چې د تشدد او وينې بهونې مخه دې ونيول شي.
داپه داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كري د تركيې د پوځي كودتا د غندنې تر څنګ ويلي وو كه انقره په دې كودتا كې د امريكا ميشتي فتح الله ګولن د ښكېلتيا ثبوتونه لري نو واشنګټن ته دې يې وسپاري.
خو فتح الله ګولن بيا په پنسلوانيا كې رسنيو ته ويلي، د تركيې په پوځي كودتا كې هېڅ ډول لاس نه لري بلكې اردوغان غواړي په دې اوازو ورته بدنامي جوړه كړي: ((د تركيې په كودتا كې زه ښكېل نه يم، خو دا وايم چې اردغان د اوسني دور هټلر دى، پوځي بغاوت د هغه ډرامه وه، اردوغان غواړي ما بدنام كړي، د تركيې خلكو ته مې د هېڅ ډول پوځي بغاوت نه وړانديز كړى نه به داسې كار وكړم.))
د تركيې كودتا چې پوځ او ولس په ګډه ناكامه كړه، په اړه يې بريټانيا، ملګرو ملتونو، روسيې، افغانستان، جرمني او د ګڼو هېوادونو مشرانو خپلې اندېښنې شريكې كړې دي او په تركيه كې يې د يو منتخب حكومت ملاتړ ښودلى دى.


