ads

په افغانستان كې د ملكي تلفاتو كچه ۱۷اعشاريه ۶ فيصده لوړه شوې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د ۱۳۹۳ کال په نسبت په ۱۳۹۴ کال کې د ملکي تلفاتو کچه  ۱۷ اعشاريه ۶ فيصده لوړه شوې ده.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن د ۱۳۹۴ کال پر مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړ.د ياد کميسيون مشرې سيماسمر په دې اړه […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
په افغانستان كې د ملكي تلفاتو كچه ۱۷اعشاريه ۶ فيصده لوړه شوې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د ۱۳۹۳ کال په نسبت په ۱۳۹۴ کال کې د ملکي تلفاتو کچه  ۱۷ اعشاريه ۶ فيصده لوړه شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن د ۱۳۹۴ کال پر مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړ.
د ياد کميسيون مشرې سيماسمر په دې اړه جوړ شوي خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال وويل،  د ۱۳۹۳ کال په نسبت دا مرګ ژوبله ۱۷ اعشاريه اته فيصده زياته شوې ده. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د ۱۳۹۳ کال په نسبت په ۱۳۹۴ کال کې د ملکي تلفاتو کچه  ۱۷ اعشاريه ۶ فيصده لوړه شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن د ۱۳۹۴ کال پر مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې راپور خپور کړ.
د ياد کميسيون مشرې سيماسمر په دې اړه جوړ شوي خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال وويل،  د ۱۳۹۳ کال په نسبت دا مرګ ژوبله ۱۷ اعشاريه اته فيصده زياته شوې ده.
اغلې سمر وويل په ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۲۹ ملکيان وژل شوي او ۶۳۰۲ نور ژوبل دي او دا شمېره کيداي شي سږ کال نوره هم لوړه شي : (( د ملكي تلفاتو كچه د ۱۳۹۳ په نسبت په ۱۳۹۴ كې لوړه شوې ده، چې متاسفانه ۹۴۳۱ تنه هېوادوال يې قرباني شوي دي، په دې كې ۳۱۲۹ تنه په شهادت رسېدلي او ۶۳۰۲ نور ټپيان شوي دي. له دې منځه ۴۶۴۲تنه نارينه دي، ۷۷۵ تنه يې مېرمنې دي او ۱۱۱۶ تنه يې ماشومان دي. متاسفانه دا ښيي چې په ۱۳۹۴ كې ملكي تلفات څومره زيات شوي دي، دې ارقامو ته په كتو ۱۷ اعشاريه ۶ فيصده د ملكي تلفاتو ګراف يې لوړ كړى دى.))
د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې وويل، تېر کال د افغانستان په نيمايي ولايتونو کې مخامخ جګړې او لانجې شوي، چې د يادې مرګ ژوبلې دوه عمده عوامل هم جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA