په پكتيكا كې د اختر له دويمې ورځې څخه د كركټ د پيل شويو سياليو جام د پكتيكا د ديګانو كركټ لوبډلې وګاټه.
د سیالیو پای لوبې ته د پکیتکا پر والي، چارواکو او د کرکټ د ادارې پر مسوولینو سربیره د سیمې زرګونه خلک نندارې ته ورغلي وو.
یادې سیالۍ د پکتیکا د کرکټ ۶۴ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې، چې پای لوبې ته یې د سمسور او د دیګانو كلب لاره پیدا کړې وه.
په پكتيكا كې د كركټ سيالۍ داسې مهال كېږي چې د كركټ لوبې مينه وال وايي، دوى كركټ په برخه كې د امكاناتو د نشتوالي له كبله له ستونزو سره مخ دي. په پكتيكا كې د اختر له دويمې ورځې څخه د كركټ د پيل شويو سياليو جام د پكتيكا د ديګانو كركټ لوبډلې وګاټه.
د سیالیو پای لوبې ته د پکیتکا پر والي، چارواکو او د کرکټ د ادارې پر مسوولینو سربیره د سیمې زرګونه خلک نندارې ته ورغلي وو.
یادې سیالۍ د پکتیکا د کرکټ ۶۴ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې، چې پای لوبې ته یې د سمسور او د دیګانو كلب لاره پیدا کړې وه.
په پكتيكا كې د كركټ سيالۍ داسې مهال كېږي چې د كركټ لوبې مينه وال وايي، دوى كركټ په برخه كې د امكاناتو د نشتوالي له كبله له ستونزو سره مخ دي.
د پكتيكا د كركټ ځايي ادارې مسوولين هم دا ستونزه مني، خو د پكتيكا نوي والي الياس وحدت بيا ژمنه كوي چې د كركټ په برخه كې شته ستونزې به حلوي.
پکتیکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت ولایت دی، چې د خلکو په وینا د ژوند د نورو برخو ترڅنګ یې ورزشکاران هم له هر اړخیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.


