ads

هلمند كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه، ۱۴ وسله وال مړه

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د دولت ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، ياد وسله وال چې د ملا عصمت دولت مخالفې شبکې پورې تړاو لري، تېره شپه د لښکرګاه […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
هلمند كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه، ۱۴ وسله وال مړه

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د دولت ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، ياد وسله وال چې د ملا عصمت دولت مخالفې شبکې پورې تړاو لري، تېره شپه د لښکرګاه په خوشک آبه سيمه کې د هوايي ځواک په مټ په نښه شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو سيمه کې د وسله والو پر څلورو موټرو بريدونه کړي دي. د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د دولت ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، ياد وسله وال چې د ملا عصمت دولت مخالفې شبکې پورې تړاو لري، تېره شپه د لښکرګاه په خوشک آبه سيمه کې د هوايي ځواک په مټ په نښه شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو سيمه کې د وسله والو پر څلورو موټرو بريدونه کړي دي.
د هلمند والي حيات الله حيات د امنيتي ځواکونو د يادو عملياتو ستاينه کړې او د تل په څېر يې اړونده مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د ملکي خلکو سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA