د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې نهه وسله وال طالبان او داعشيان وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په (سنګیاڼۍ) سیمه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې يې په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې نهه وسله وال طالبان او داعشيان وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په (سنګیاڼۍ) سیمه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خوږیاڼی دغه راز وایي، چې د اچین ولسوالۍ په (باندر) سیمه کې بيا د هوایي برید له امله ۶ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یو شمیر وسله هم له منځه وړل شوې ده.
د والي ویاند وویل، په دغه بریدونو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د وسله والو دغه وژنې په داسې حال كې رامنځته شوي چې د جمعې په ورځ جمهور رئيس په ختيځ كې افغان ځواكونو ته امر وكړ چې په يوه اوونۍ كې داعش ډله له منځه يوسي.


