ads

كندوزى: د جمهور رئيس په امر ولسوالان تغير او تبديلوم

د ننګرهار والي وايي، د جمهور رئيس په امر یې په ولسوالیو کې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په موخه د ولسوالانو د تغیر او تبدیل لړۍ پيل کړه.چارواکي هیله مند دي، چې یاده چاره به په ولسوالیو کې د حالاتو په راقابو کولو او د مشکلاتو په حل کې ګټوره تمامه شي.د ننګرهار والي […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
كندوزى: د جمهور رئيس په امر ولسوالان تغير او تبديلوم

د ننګرهار والي وايي، د جمهور رئيس په امر یې په ولسوالیو کې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په موخه د ولسوالانو د تغیر او تبدیل لړۍ پيل کړه.
چارواکي هیله مند دي، چې یاده چاره به په ولسوالیو کې د حالاتو په راقابو کولو او د مشکلاتو په حل کې ګټوره تمامه شي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ختيځ ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له وروستي سفر سم ورته لارښوونه شوې، چې په ولسوالیو کې د ښې حکومتدارۍ او امنیت راوستلو لپاره دې د یو شمیر ولسوالیو په رهبرۍ کې تغیر او تبدیل راوستل شي. د ننګرهار والي وايي، د جمهور رئيس په امر یې په ولسوالیو کې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په موخه د ولسوالانو د تغیر او تبدیل لړۍ پيل کړه.
چارواکي هیله مند دي، چې یاده چاره به په ولسوالیو کې د حالاتو په راقابو کولو او د مشکلاتو په حل کې ګټوره تمامه شي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ختيځ ته د جمهور رئيس محمد اشرف غني له وروستي سفر سم ورته لارښوونه شوې، چې په ولسوالیو کې د ښې حکومتدارۍ او امنیت راوستلو لپاره دې د یو شمیر ولسوالیو په رهبرۍ کې تغیر او تبدیل راوستل شي.
نوموړی وايي، هغه ولسوال به له دندې تغیر او حتی په کور کینوي، چې په سیمه کې له قومونو سره د ښو اړیکو درلودونکی نه وي او امنیتي ځواکونو سره همغږي ونه لري: (( دوه موضوعات دي، يو دا چې يو ولسوال كوم ځاى كې ډېر مؤثره دى، چې ولس يې تر شا ودرېږي، او بل دا چې يو ولسوال څنګه ښه همغږي پيدا كولى شي، موږ د همدې موضوعاتو په پام كې نيولو سره تغير او تبديل راولو، په دې كې د نويو ولسوالانو تقرر هم كېږي.))
د ننګرهار یو شمیر ولسوالیو لپاره د ولسوالانو د تغیر او تبیدل خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د یو شمیر شنونکو په باور که چیرته په هرې ولسوالۍ کې دغه ډول تبدیانې رامنځته شي؛ نو د ولسوالیو د امنیت تامین ترڅنګ به یې نور مشکلات هم حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA