د كاپيسا ولايتي اداره وايي، تېر مازيګر د دې ولايت په مركز محمود راقي كې د ولسي جرګې د غړي حاجي اقبال ساپي د كور مخې ته شوې چاودنه كې ۸ تنه ټپيان شوي دي.
د كاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، د چاودنې هدف حاجي اقبال و چې له كابله ورسره يو شمېر مېلمانه هم كاپيسا ته تللي وو او د نوموړي له كور څخه له وتلو سره سم پرې چاودنه شوې ده د كاپيسا ولايتي اداره وايي، تېر مازيګر د دې ولايت په مركز محمود راقي كې د ولسي جرګې د غړي حاجي اقبال ساپي د كور مخې ته شوې چاودنه كې ۸ تنه ټپيان شوي دي.
د كاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، د چاودنې هدف حاجي اقبال و چې له كابله ورسره يو شمېر مېلمانه هم كاپيسا ته تللي وو او د نوموړي له كور څخه له وتلو سره سم پرې چاودنه شوې ده: (( دا چاودېدونكي توكي په يو موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي وو، درې تنه سطحي ټپيان شوي چې اوس شفاخانې رخصت كړي خو د څلورو نورو وضعيت ښه نه و چې د پنجشېر روغتون ته انتقال شوي دي.))
بل لور ته د كاپيسا يو دولتي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، له حاجي اقبال سره راغلي مېلمانه د كليو او پراختيا وزارت اړوند وو او د حاجي اقبال له كوره په وتو، دغه پېښه ورسره شوې ده.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې يوه مياشت وړاندې د حاجي اقبال يو ساتونكى داودشاه هم د كاپيسا په مركز كې د شپې پر مهال نامعلومه كسانو وژلى و.


