امنيتي چارواكي وايي، د كابل ولايت په بګراميو كې د پوليسو پر رېنجر موټر ماين چاودنې يو تن وژلى او دوه تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس سمونوال فريدون عبيدي وايي، پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې د بګرامي ولسوالۍ په حسين خېل سيمه كې شوې ده چې له كبله يې يو پوليس وژل شوى او يو پوليس او يوه ښځه ټپيان شوي دي: (( دا چاودنه د سړك د غاړې بوشكه يي ماين له كبله رامنځته شوې، چې د پوليسو رينجر له سيمې د تېرېدو په حال كې و نو چاودنه وركړل شوې ده.))
هغه زياتوي، چې د پوليسو څېړنې پيل شوې دي او په دې تړاو تراوسه څوك نه دي نيول شوي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ