ads

د غزني پوليسو په مقر كې دوه هدفي بريدګر له وسلو سره يو ځاى نيولي دي

د غزني پوليسو د مقر ولسوالۍ په بازار كې دوه بريدګر له وسلو سره يوځاى نيولي دي.د غزني د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پولیسو د تېري پنجشنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ په بازار کې دوه وسله وال بریدګر له دوه میله […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395

د غزني پوليسو د مقر ولسوالۍ په بازار كې دوه بريدګر له وسلو سره يوځاى نيولي دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پولیسو د تېري پنجشنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ په بازار کې دوه وسله وال بریدګر له دوه میله بې غږه تمانچو سره یوځای نیولي، چې پلان یې درلود په یاده ولسوالۍ کې پرې امنیتي سرتېري په نښه کړي.
خبر پاڼه دغه راز کاږي، چې امنیتي سرېرو په تیرو 24 ساعتونو کي د غزني ولایت د اندړو، قره باغ، ګیلان او جغتو ولسوالیو له اړوندو څخه شاوخوا ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړي دي. د غزني پوليسو د مقر ولسوالۍ په بازار كې دوه بريدګر له وسلو سره يوځاى نيولي دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پولیسو د تېري پنجشنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ په بازار کې دوه وسله وال بریدګر له دوه میله بې غږه تمانچو سره یوځای نیولي، چې پلان یې درلود په یاده ولسوالۍ کې پرې امنیتي سرتېري په نښه کړي.
خبر پاڼه دغه راز کاږي، چې امنیتي سرېرو په تیرو 24 ساعتونو کي د غزني ولایت د اندړو، قره باغ، ګیلان او جغتو ولسوالیو له اړوندو څخه شاوخوا ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA