ads

د تخار د ښځو چارو رياست ۳۰۰ نجونې په فني او مسلكي برخه كې روزي

د تخار ولایت د ښځو ریاست مسوولین وایي، دا مهال په یاد ریاست کې ۳۰۰ تنه نجونې په فني او مسلکي زده كړو بوختې دي چې د کمپیوټر، د انګلیسې ژبې، ادارې او مدیریت په برخه کې ورته زده کړې ورکول کیږي.د تخار د ښځو چارو مسوولين وايي، په دغو زده كوونكو كې اكثره يې […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
د تخار د ښځو چارو رياست ۳۰۰ نجونې په فني او مسلكي برخه كې روزي

د تخار ولایت د ښځو ریاست مسوولین وایي، دا مهال په یاد ریاست کې ۳۰۰ تنه نجونې په فني او مسلکي زده كړو بوختې دي چې د کمپیوټر، د انګلیسې ژبې، ادارې او مدیریت په برخه کې ورته زده کړې ورکول کیږي.
د تخار د ښځو چارو مسوولين وايي، په دغو زده كوونكو كې اكثره يې د دولسم، څوارلسم او ليسانس سند لرونكې جونې دي چې د زده كړو پروګرام ورته د بهرنيو همكارو مؤسسو لخوا برابر شوى دى. د تخار ولایت د ښځو ریاست مسوولین وایي، دا مهال په یاد ریاست کې ۳۰۰ تنه نجونې په فني او مسلکي زده كړو بوختې دي چې د کمپیوټر، د انګلیسې ژبې، ادارې او مدیریت په برخه کې ورته زده کړې ورکول کیږي.
د تخار د ښځو چارو مسوولين وايي، په دغو زده كوونكو كې اكثره يې د دولسم، څوارلسم او ليسانس سند لرونكې جونې دي چې د زده كړو پروګرام ورته د بهرنيو همكارو مؤسسو لخوا برابر شوى دى.
نادیه او مدینه هغه دوه  نجونې دي چې د فني او مسلكي زده كړو په دغه مركز كې د خپلې خوښې رشته لولي او وايي، دلته يې ډېر څه زده كړي دي.
نادینه او مدینه له دولت څخه غواړي چې یادو پروګرامونو ته دې دوام ورکړي تر څو د دوی په څېر نورې نجونې هم ترې برخمنې شي.
د تخار ولایت د ښځو چارو رئیسه رزم ارا حواش وایي دغه مرکز د ښځو ادارې او بهرنیو همکاره موسسو  لخوا جوړ شوی چې اوس مهال په کې ۳۰۰ نجونې په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي
د تخار ولایت د ښځو چارو رئیسې زیاته کړه، دوی کوښښ کوي چې دې ته ورته نور سهولتونه او ښځو ته د زده کړې لازمې اسانتياوې برابرې كړي.
تخار په شمال ختیځ زون کې نسبته ارام او امن ولایت دی، د یو لړ معلومات پر بنسټ همداوس مهال د تخار ولایت په بېلابېلو ادارو کې نږدې ۲۷ فيصده ښځې په کار بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA