ads

خوست: ګربزو كې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د سولې كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت د کرکټ جوړې شوې سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.د کرکټ د دغو سیالیو جوړونکی رحیم الله ګربز وايي، هر کال د اختر په نامه د اختر له لومړۍ ورځې د کرکټ سیالۍ جوړوي.ده زیاته کړه چې سږ کال یې هم […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
خوست: ګربزو كې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د سولې كركټ سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت د کرکټ جوړې شوې سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.
د کرکټ د دغو سیالیو جوړونکی رحیم الله ګربز وايي، هر کال د اختر په نامه د اختر له لومړۍ ورځې د کرکټ سیالۍ جوړوي.
ده زیاته کړه چې سږ کال یې هم د کوچني اختر په لومړۍ ورځ دا سیالۍ پیل کړې، چې د خوست د بیلا بیلو سیمو ۵۵ لوبډلو په کې ګډون کړیو چې لس ورځې وخت يې ونیو. د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت د کرکټ جوړې شوې سیالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.
د کرکټ د دغو سیالیو جوړونکی رحیم الله ګربز وايي، هر کال د اختر په نامه د اختر له لومړۍ ورځې د کرکټ سیالۍ جوړوي.
ده زیاته کړه چې سږ کال یې هم د کوچني اختر په لومړۍ ورځ دا سیالۍ پیل کړې، چې د خوست د بیلا بیلو سیمو ۵۵ لوبډلو په کې ګډون کړیو چې لس ورځې وخت يې ونیو.
د ګربز په وینا، د دوى ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، نو ځکه یې  سیالیو ته هم د سولې نوم غوره کړی و چې مالي ټول ملاتړ يې د خوست ښاروالۍ پر غاړه اخيستى و.
د خوست ښاروال انجینر محمد بصیر د ګربزو ولسوالۍ له ځوانانو سره د دوی لپاره د کرکټ د لوبغالي رغیدو ژمنه وکړه او و یې ویل، د ورزش لپاره د ښاروالۍ لخوا د کال ځانګړې شوې بودیجه به د ورزش په پرمختګ کې کاروي.
په ګربزو ولسوالۍ کې د سولې یاد لوبغالی غلام خان بندر ته نږدې پروت دی او له لوبغالي سره په خوا کې کوچنى بازارګوټی هم جوړ شوی.
د میدان چارچاپيره کوچنۍ غونډيو بيا د یاد لوبغالي ښکلا لا پسې زیاته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA