ads

تركيه كې د كودتا ناكامه هڅه كې د ۱۷ پوليسو په ګډون ۴۲ وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي

په تركيه كې د پوځ د يوې ياغي ډلې د كودتا د ناكامې هڅې په ترڅ كې د ډزو او چاودنو له امله د ۱۷ پوليس سرتېرو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.تركي رسنۍ وايي، د پوځ د يوې ډلې د كودتا هڅه ولس، پوليسو او پوځ په يو ځاى […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
تركيه كې د كودتا ناكامه هڅه كې د ۱۷ پوليسو په ګډون ۴۲ وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي

په تركيه كې د پوځ د يوې ياغي ډلې د كودتا د ناكامې هڅې په ترڅ كې د ډزو او چاودنو له امله د ۱۷ پوليس سرتېرو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
تركي رسنۍ وايي، د پوځ د يوې ډلې د كودتا هڅه ولس، پوليسو او پوځ په يو ځاى ناكامه كړې او دا مهال هرڅه د رجب طيب اردغان د حكومت په ولكه كې دي.
پوليس وايي، دمګړۍ د استانبول هوايي ډګر الوتنې درول شوي او انساني تلفات د هليكوپټرو او جنګي جيټ الوتكو د بمبارۍ له كبله اوښتي دي.
د كودتا د هڅې تر ناكامېدو وروسته رجب طيب اردوغان ملت ته په وينا كې ويلي، ولس، پوځ او پوليسو د پوځ د يوې ياغي ډلې كودتا ناكامه كړې ده. په تركيه كې د پوځ د يوې ياغي ډلې د كودتا د ناكامې هڅې په ترڅ كې د ډزو او چاودنو له امله د ۱۷ پوليس سرتېرو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
تركي رسنۍ وايي، د پوځ د يوې ډلې د كودتا هڅه ولس، پوليسو او پوځ په يو ځاى ناكامه كړې او دا مهال هرڅه د رجب طيب اردغان د حكومت په ولكه كې دي.
پوليس وايي، دمګړۍ د استانبول هوايي ډګر الوتنې درول شوي او انساني تلفات د هليكوپټرو او جنګي جيټ الوتكو د بمبارۍ له كبله اوښتي دي.
د كودتا د هڅې تر ناكامېدو وروسته رجب طيب اردوغان ملت ته په وينا كې ويلي، ولس، پوځ او پوليسو د پوځ د يوې ياغي ډلې كودتا ناكامه كړې ده.
نوموړي ويلي، دى د خپلو خلكو په رايه واك ته رسېدلى او په جمهوري نظامونو كې له ولس څخه هېڅوك زورور نشته: (( زه غواړم پوځ ته ووايم چې دوى هم بايد د خلكو د غوښتنې سره سم عمل وكړي، زموږ ياغيانو ته له پنسلوانيا نه امرونه وركول كېدل، زه چې په كوم هوټل كې وم په هغه هوټل هم بريد شوى دى، مګر زه اوس د خپلو خلكو په منځ كې يم، خو دا چې د پوځ مشر دا مهال چېرته دى؟ زه په دې اړه خبر نه يم.))
اردوغان ويلي، حكومت پوځ ته ټانكونه او وسلې د نورو پر خلاف د استعمال لپاره وركړې وې مګر يوې اقليتي پوځي ډلې دا وسلې د خپلو خلكو پر ضد وكارولې چې د دې كار سخته سزا به وويني: (( خداى موږ ته موقع راكړه چې پوځ تصفيه كړو، تر اوسه ۱۲۰ ياغي پوځيان نيول شوي، كه نور سرتېري هم په خپله خوښه حكومت ته تسليم شي، نو عدالت نه به ورته د ډېرې كمې سزا وركولو هڅه وكړو، زه بايد په ډاګه كړم چې ځينې خلك د تركيې پرمختګ او خوشالي نه غواړي، مګر دا سفر روان دى.))
بلخوا د تركيې صدراعظم يلدرم ويلي، د كودتا هڅه ناكامه شوې خو لا هم په يو شمېر سيمو كې ډزې روانې دي او حكومتي ځواكونه د وضعيت د كنټرول هڅه كوي.
نوړموړي ويلي، د ياغي پوځيانو د هليكوپټرو او الوتكو د راغورځولو امر صادر شوى او ځينې هليكوپټرې راغورځول شوې هم دي.
يلدرم زياته كړې، تركيه به له ټولو هېوادونو سره خپلې اړيكې نورمال او په خپل حال وساتي او خارجه وزارت به يې هم دغې پاليسۍ ته ژمن پاتې وي چې تركيه غواړي له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړيكې برقراره وساتي.
د راپورونو له مخې بيګا د تركي پوځ يوې ياغي ډلې د كودتا په هڅه كې چې ځينې لوړ پوړي پوځي چارواكي په كې شامل وو، لومړى بريد د استانبول پر پوځي قرارګاه وكړ او ځينې لوړپوړي پوځي جنرالان يې يرغمل كړل.
ياغيانو د تركيې د پوځ مشر جنرال حلوثي اكار هم نظربند كړ خو تركي دولت پلوه ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ياغيان شاته كړي دي.
كودتاچي پوځيانو د جمهوري رياست ماڼۍ او پارلمان هم محاصره كړي وو او په اتاترك هوايي ډګر يې پروازونه هم وځنډول او د ټول هېواد هوايي ډګرونه يې د ټانكونو د ميل له زور وتړل، پوځيانو په ګڼو دولتي ادارو خپل كنټرول ترلاسه كړ او د تركيې دولتي ټلويزيون يې هم ونيو.
كودتاچيانو له بغاوت سره سم د مارشل لا اعلان كړى او د جمهور رئيس د دفتر تر څنګ يې د صدراعظم په دفتر هم قبضه وكړه.
پوځي ډلې همدا راز بيګا شپه اعلان كړه چې د هېواد نوى ائين به ژر تر ژره چمتو او تر څو چې بېرته واك ټينګېږي تر هغې به د تنظيم كمېټه د تركيې چارې مخته وړي.
د كودتا له پيل سره سم په تركيه كې فسبوك، ټويټر او يوټيوب كانالونه هم تړل شوي او ټليفوني شبكو هم كار پريښود.
د انقرې د پوليسو په مركز او د پارلمان پر ودانۍ د ياغي پوځيانو په بريدونو او ډزو كې د ۱۲ كسانو د ټپي كېدو خبر لا تر اوسه كره شوى خو نور معلومات لا نه دي خپاره شوي.
د كودتا له پيل وروسته اردوغان په ۱۱ ثانيه يي ويډيوي كليپ كې ولس د كودتا د مخنيوي لپاره راوباله او خلك سړك ته په راوتو د پوځيانو د ټانكونو مخې ته څملاستل ترڅو يې كودتا ته پرېنږدي.
لږ وروسته يو وار بيا اردوغان ملت ته په ټليفوني وينا كې وويل، بغاوت كنټرول شوى او په وينا يې ياده كودتا كوونكې پوځي ډله د تبعيد شوي اسلام پلوي رهبر فتح الله جولان ملاتړې وه چې نوموړى اوسمهال په امريكا كې اوسي.
له دې وروسته د تركيې استخباراتي ادارې هم اعلان وكړ چې په ټولو نيول شويو سيمو د جمهوريت پلوه ځواكونو كنټرول ترلاسه شوى او ياغيان د ټلويزيون له ودانۍ هم ايستل شوي دي.
دا مهال ځاى ځاى ډزې شته، خو د انقرې والي وايي، پولس د ياغي پوځيانو په نيولو بوخت دي او ځينې يې پخپله خوښه تسليم شوي دي.
د تركيې صدراعظم رجب طيب اردغان له ۲۰۰۳ كال راهيسې واك ته راغلى او په ۲۰۱۴ كې يې د صدراعظمۍ چوكۍ پرېښوده او د هېواد جمهوري رياست ته راغى.
نوموړى د دې پلوي دى چې ټول واكونه بايد د جمهور رئيس په لاس كې وي، اردوغان همدا راز غوښتل نوى قانون رامنځته كړي او د پوځ د مداخلو مخه هم ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA