ads

افغان حكومت: هيله من يو، چې د تركيې حکومت پر خپل ځاى پاتې شي

افغان حكومت په ترکيه کې دکودتا په هڅه اندېښنه څرګندوي او هيله من دى، چې د خلکو په رايو رامنځته شوى حکومت پر خپل ځاى پاتې شي، ترڅو د ترکيې خلک په خوندي او ارامه فضا کې ژوند ته دوام ورکړي.دا څرګندونې نن له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي.د سرچينې په وينا،  […]

نویسنده: TKG
26 چنګاښ 1395
افغان حكومت: هيله من يو، چې د تركيې حکومت پر خپل ځاى پاتې شي

افغان حكومت په ترکيه کې دکودتا په هڅه اندېښنه څرګندوي او هيله من دى، چې د خلکو په رايو رامنځته شوى حکومت پر خپل ځاى پاتې شي، ترڅو د ترکيې خلک په خوندي او ارامه فضا کې ژوند ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې نن له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي.
د سرچينې په وينا،  د افغانستان دولت په ترکيه کې روان جريانات په پوره دقت څاري او په دې باور دى، چې د افغانستان خلک او حکومت په خپلو ذهنونو او خاطرو کې د کودتاګانو ترخې تجربې لري او د خلکو په رايو رامنځته شوي نظامونه په سوله ييزه بڼه د قدرت د لېږد لپاره ګټوره لار ګڼي. افغان حكومت په ترکيه کې دکودتا په هڅه اندېښنه څرګندوي او هيله من دى، چې د خلکو په رايو رامنځته شوى حکومت پر خپل ځاى پاتې شي، ترڅو د ترکيې خلک په خوندي او ارامه فضا کې ژوند ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې نن له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي.
د سرچينې په وينا،  د افغانستان دولت په ترکيه کې روان جريانات په پوره دقت څاري او په دې باور دى، چې د افغانستان خلک او حکومت په خپلو ذهنونو او خاطرو کې د کودتاګانو ترخې تجربې لري او د خلکو په رايو رامنځته شوي نظامونه په سوله ييزه بڼه د قدرت د لېږد لپاره ګټوره لار ګڼي.
سرچينه زياتوي، چې د افغانستان دولت او ملت کودتا او پوځواكي د ډيموکراسۍ، ثبات او پراختيا په وړاندې اصلي خنډ بولي.
په ترکيه کې تېره شپه د پوځ د يوې برخې له خوا د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د حکومت په ضد د کودتا ناكامه هڅه وشوه.‌
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان کېري د اردوغان په مشرۍ د منتخب حکومت د پلوۍ اعلان كړى.
د اروپايي ټولنې رهبرانو له دې جملې د جرمني د لومړۍ وزيرې انګېلا ميرکل دفتر او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ په ترکيه کې له ټولو لوريو غوښتنه کړې، چې د ترکيې ډيموکراټيکو موسسو او اساسي قانون ته درناوى وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA