ads

هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه، ۱۶ وسله وال مړه، ۹ ټپيان

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۱۶ وسله وال مخالفين وژلي او ۹ نور ټپيان دي. د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي افغان هوايي ځواك بېګا شپه د ګرشك په ناقلينو، كاكړانو او د ادم خان كليو كې د طالبانو مركزونه […]

نویسنده: TKG
24 چنګاښ 1395
هلمند كې د افغان هوايي ځواك بريدونه، ۱۶ وسله وال مړه، ۹ ټپيان

د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۱۶ وسله وال مخالفين وژلي او ۹ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي افغان هوايي ځواك بېګا شپه د ګرشك په ناقلينو، كاكړانو او د ادم خان كليو كې د طالبانو مركزونه او قرارګاه ګانې په نښه كړي چې په كې د طالبانو د يو سرګروپ حاجي لالا په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي، ۹ نور ټپيان دي او ګڼې وسلې يې هم له منځه تللي دي. د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۱۶ وسله وال مخالفين وژلي او ۹ نور ټپيان دي.
د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي افغان هوايي ځواك بېګا شپه د ګرشك په ناقلينو، كاكړانو او د ادم خان كليو كې د طالبانو مركزونه او قرارګاه ګانې په نښه كړي چې په كې د طالبانو د يو سرګروپ حاجي لالا په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي، ۹ نور ټپيان دي او ګڼې وسلې يې هم له منځه تللي دي.
سرچینه زیاتوي، په دغو هوایې بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA