ads

مارجه كې د خنجر صفر۱۳ عملياتو دوهم پړاو پيل شو

د هلمند امنيه قومندان وايي، د دې ولايت په مارجه كې يې له دوه ورځو راهيسې د خنجر صفر ديارلس عملياتو دوهم پړاو پيل كړى دى.مل پاسوال اقانور كينتوز زياتوي، دا ځل د عملياتو په ترڅ كې نه يوازې امنيتي ځواكونو ته پوستې جوړېږي بلكې هغه كلي هم له سره تصفيه كېږي چې د وسله […]

نویسنده: TKG
24 چنګاښ 1395
مارجه كې د خنجر صفر۱۳ عملياتو دوهم پړاو پيل شو

د هلمند امنيه قومندان وايي، د دې ولايت په مارجه كې يې له دوه ورځو راهيسې د خنجر صفر ديارلس عملياتو دوهم پړاو پيل كړى دى.
مل پاسوال اقانور كينتوز زياتوي، دا ځل د عملياتو په ترڅ كې نه يوازې امنيتي ځواكونو ته پوستې جوړېږي بلكې هغه كلي هم له سره تصفيه كېږي چې د وسله والو فعاليتونه په كې ليدل كېږي.

د كينتوز په خبره د عملياتو له پيله تر نن پنجشنبې ورځې پورې په سنګين، ګرشك او باباجي كې د نښتو پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي دي: (( د مارجې لاره مو خلاصه كړې اوس قريه په قريه ورپسې ګرځو، طالبان تښتېدلي دي.))
د كينتوز په خبره دا مهال د هلمند په يو شمېر ولسواليو كې د پوليسو قومندانانو په خپلو شخصي پيسو يو شمېر شپني دوربينونه او وسلې هم پېرلي دي چې په وينا يې د خنجر عملياتو په دوهم پړاو كې به مثبته پايله وركړي.
د چارواكو په وينا د خنجر صفر ديارلس عملياتو دوهم پړاو يې له مارجې پيل كړى، خو دغه عمليات به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
وسله والو طالبانو  تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA