ads

هملند كې د طالبانو خپلمنځي نښته، د يوې ډلې يو مړ، له بلې ډلې ۵ مړه

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته کړې، چې په ترڅ کې یې د دولت شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.كليد ته د هلمند له ولايتي ادارې څخه راغلې خبرپاڼه د امنیتي ځواکونو راپورونو په اساس وايي، دا نښته د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په وزیر مانده سیمه كې […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1395
هملند كې د طالبانو خپلمنځي نښته، د يوې ډلې يو مړ، له بلې ډلې ۵ مړه

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته کړې، چې په ترڅ کې یې د دولت شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
كليد ته د هلمند له ولايتي ادارې څخه راغلې خبرپاڼه د امنیتي ځواکونو راپورونو په اساس وايي، دا نښته د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په وزیر مانده سیمه كې شوې چې په ترڅ کې یې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.
سرچينه وايي، په نښته كې د طالبانو له یوې ډلې څخه چې پاکستانیان دي  پنځه تنه او له بلې ډلې یو تن وژل شوی دی. د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپلمنځي نښته کړې، چې په ترڅ کې یې د دولت شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
كليد ته د هلمند له ولايتي ادارې څخه راغلې خبرپاڼه د امنیتي ځواکونو راپورونو په اساس وايي، دا نښته د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په وزیر مانده سیمه كې شوې چې په ترڅ کې یې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.
سرچينه وايي، په نښته كې د طالبانو له یوې ډلې څخه چې پاکستانیان دي  پنځه تنه او له بلې ډلې یو تن وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، مګر دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د راپورونو راپورته كېدو ترڅنګ د دوى خپلمنځي نښتې هم زياتې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA