د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د طالبانو د نظامي مسوول په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي دي.
كليد ته د هلمند د ولايتي ادارې د مطبوعاتي دفتر را استولې خبرپاڼه ليكي چې بريد د نادعلي په لوى مانده سيمه كې شوى چې په كې د طالبانو نظامي مسوول ملا اسماعيل له خپلو دريو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى دى. د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د هوايي بريد په ترڅ كې د طالبانو د نظامي مسوول په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي دي.
كليد ته د هلمند د ولايتي ادارې د مطبوعاتي دفتر را استولې خبرپاڼه ليكي چې بريد د نادعلي په لوى مانده سيمه كې شوى چې په كې د طالبانو نظامي مسوول ملا اسماعيل له خپلو دريو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى دى.
خبرپاڼه وايي، ملا اسماعيل د كندهار د زنګاوات اوسېدونكى او دا مهال د نادعلي ولسوالۍ د لوچك سيمې نظامي مسوول و.
سرچينه وايي، ملا اسماعيل له خپلو ملګرو سره په موټر كې سپور و چې هوايي بريد پرې شوى او موټر يې هم له منځه تللى دى.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي


