د هرات د چشت ولسوالۍ تښتول شوى څارنوال د خپل يو وسله وال تښتوونكي له وژلو وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
څارنوال نورمحمد چې اصلا د غور اوسېدونكى او په چشت شريف كې يې دنده لرله، څو ورځې وړاندې د طالبانو د يو ځايي قومندان ملا عبدالرحمن وسله والو اوبې ولسوالۍ ته تښتولى و، خو د دوه تښتوونكو په مرسته نوموړى د خپل اصلي تښتوونكي په وژنه او له هغه ځايه په تېښته بريالى شوى دى. د هرات د چشت ولسوالۍ تښتول شوى څارنوال د خپل يو وسله وال تښتوونكي له وژلو وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
څارنوال نورمحمد چې اصلا د غور اوسېدونكى او په چشت شريف كې يې دنده لرله، څو ورځې وړاندې د طالبانو د يو ځايي قومندان ملا عبدالرحمن وسله والو اوبې ولسوالۍ ته تښتولى و، خو د دوه تښتوونكو په مرسته نوموړى د خپل اصلي تښتوونكي په وژنه او له هغه ځايه په تېښته بريالى شوى دى.
د هرات د اوبې ولسوالۍ امنيه قومندان شېر اقا الكوزي كليد ته وويل، څارنوال نورمحمد د تښتوونكي له دوه وسله والو ساتونكو سره په سازش د خپلې تښتونې د پېښې اصلي عامل ملا افضل وژلى او وروسته د پېښې له ځايه په تېښته بريالى شوى دى: (( ملا افضل د ملا عبدالرحمن ورور و، تر دې وړاندې يې هم د چشت ولسوالۍ په څو وژنو او اختطافونو كې لاس درلود، اوس دغه څارنوال په خير و خيريت له خپلو دوه همدغه د ملا افضل له وسله والو ساتونكو سره غور ته رسېدلى دى.))
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


