ads

ننګرهار: ملي امنيت دوه داعشيان له چاودېدونكو توكو سره يو ځاى نيولي

د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په وټه پور سيمه کې تېره ورځ له غرمې وروسته دوه تنه داعش وسله وال له يوه اندازه چاودېدونکو توکو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوي کسان عزيز […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1395
ننګرهار: ملي امنيت دوه داعشيان له چاودېدونكو توكو سره يو ځاى نيولي

د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په وټه پور سيمه کې تېره ورځ له غرمې وروسته دوه تنه داعش وسله وال له يوه اندازه چاودېدونکو توکو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوي کسان عزيز الله او عرفان الله نومېږي، چې د کامې ولسوالۍ د وټه پور سيمې اوسېدونکي دي. د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په وټه پور سيمه کې تېره ورځ له غرمې وروسته دوه تنه داعش وسله وال له يوه اندازه چاودېدونکو توکو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوي کسان عزيز الله او عرفان الله نومېږي، چې د کامې ولسوالۍ د وټه پور سيمې اوسېدونکي دي.
د سرچينې په وينا، له يادو کسانو سره د رنګ په ډبه کې يو حلقه پنځه کيلو يي ماين، په سيمټو کې برابر شوي اته کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، چاودنې ته برابر شوي دوه موبايلونه، يو عدد انفجاري کنډکسر، نهه ويشت برېښنايي کپسولونه او د چاودېدونکو توکو يو شمېر نور وسايل نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، نيول شويو کسانو غوښتل په وټه پور او يو شمېر نورو سيمو کې تخريبي کړنې ترسره کړي، چې د ملي امنيت منسوبينو له لوري ونيول شول.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA