د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د سنګیانۍ او سرې غونډۍ په سیمو کې د ترسره شویو هوایي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

مشرقیوال وویل، په وژل شويو کې ۶ بهرني وسله وال هم شامل دي.
د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول زياته كړه، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی، خو د وسله والو له لوري په ډزو کې یو لس کلن ماشوم وژل شوی دی.
بلخوا تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي په داسې حال کې وسله والو طالبانو ته د یادې درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي، چې تېره ورځ د هېواد لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم افغان ځواکونو ته امر کړی، چې په ټول قوت سره په ننګرهار کې وسله وال مخالفین وځپي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ