ads

سنګين كې تازه نښتې، د يو طالب قومندان په ګډون ۳۱ مړه او د طالب ولسوال په ګډون ۱۷ نور ټپيان

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګین ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب قومندان په ګډون د دولت ۳۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، د دولت وسله والو مخالفینو ته […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1395
سنګين كې تازه نښتې، د يو طالب قومندان په ګډون ۳۱ مړه او د طالب ولسوال په ګډون ۱۷ نور ټپيان

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګین ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب قومندان په ګډون د دولت ۳۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، د دولت وسله والو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله هغه مهال واوښته، چې په سیمه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بریدونه وکړل. د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت په سنګین ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یو طالب قومندان په ګډون د دولت ۳۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، د دولت وسله والو مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله هغه مهال واوښته، چې په سیمه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بریدونه وکړل.
د سرچينې په قول، د افغان ځواكونو په دفاعي ډزو كې د قومندان شيراغا په نوم د يو طالب قومندان په ګډون ۳۱ وسله وال وژل شوي، خو د مولوي اغا په نوم د سنګين لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال، طالب قومندان صياد او قومندان كاظم له خپلو ۱۴ نورو ملګرو سره يو ځاى ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه كاږي، په دغه نښته كې افغان ځواكونو د وسله والو مخالفينو يو راكټ انداز، دوه كلاشنكوفونه نيولي او د وسله والو يو موټر يې هم ويجاړ كړى دى.
خبرپاڼه وايي، په جګړه كې دوه افغان سرتېري هم ټپيان شوي چې اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دى، خو وسله والو طالبانو بيا د يادې نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA