ads

د پروان والي: د وارسا ژمنې، افغانستان د پرمختيا لپاره حياتي دي

د پروان والي د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې د دغه هېواد د راتلونکي برخليك لپاره مهمې وګڼلې او هيله يې وښوده، چې د ملي يووالي حکومت مشران به تر ۲۰۲۰ کال پورې اداري فساد او نورې مهمې ستونزې حل کړي.محمد عاصم عاصم په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، د […]

نویسنده: TKG
23 چنګاښ 1395
د پروان والي: د وارسا ژمنې، افغانستان د پرمختيا  لپاره حياتي دي

د پروان والي د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې د دغه هېواد د راتلونکي برخليك لپاره مهمې وګڼلې او هيله يې وښوده، چې د ملي يووالي حکومت مشران به تر ۲۰۲۰ کال پورې اداري فساد او نورې مهمې ستونزې حل کړي.
محمد عاصم عاصم په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، د وارسا په غونډه کې، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د كومو مرستو ژمنې شوي، دا مرستې کولاى شي د افغانستان په پرمختګ او د افغانانو د ژوند په سوکالۍ کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي يادې مرستې د اوسني حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه وګڼله. د پروان والي د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې د دغه هېواد د راتلونکي برخليك لپاره مهمې وګڼلې او هيله يې وښوده، چې د ملي يووالي حکومت مشران به تر ۲۰۲۰ کال پورې اداري فساد او نورې مهمې ستونزې حل کړي.
محمد عاصم عاصم په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، د وارسا په غونډه کې، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د كومو مرستو ژمنې شوي، دا مرستې کولاى شي د افغانستان په پرمختګ او د افغانانو د ژوند په سوکالۍ کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي يادې مرستې د اوسني حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه وګڼله.
د پروان والي همدارنګه وويل، د ملي يووالي حکومت مشرانو هم نړيوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲ کال پورې به د اداري فساد د له منځه وړلو، د ټاکنيز نظام د اصلاح او يو شمېر نورو برخو كې جدي كار وكړي.
د ناټو کنفرانس د روانې ميلادي مياشتې په اتمه او نهمه نېټه د پولنډ په پايتخت وراسا کې جوړ شوى و او په كې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د هر اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA