د بغلان والي وايي، چې د وارسا یا د ناټو د مشرانو غونډه کې د افغان مشرانو ګډون له لاسته راوړنو ډکه وه او دا غونډه یې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه وبلله.
عبدالستار بارز چې پرون یې د بغلان د ولایتي شورا له استازو، مدني او د ښځو د حقونو فعالانو، قومي مشرانو د دغه ولایت له یو شمیر دولتي رییسانو سره په همدې موخه ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې. د بغلان والي وايي، چې د وارسا یا د ناټو د مشرانو غونډه کې د افغان مشرانو ګډون له لاسته راوړنو ډکه وه او دا غونډه یې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه وبلله.
عبدالستار بارز چې پرون یې د بغلان د ولایتي شورا له استازو، مدني او د ښځو د حقونو فعالانو، قومي مشرانو د دغه ولایت له یو شمیر دولتي رییسانو سره په همدې موخه ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.
د یادې خبري غونډې ګډونوالو په وارسا کې د جمهور رئيس غني او د ملي یووالي حکومت د مشرانو د هلو ځلو چې ناټو سازمان یې افغانستان سره د مرستو دوام ته هڅولی ستاینه وکړه.
ناټو سازمان په خپله وروستۍ غونډه کې چې د پولنډ په مرکز وارسا کې ترسره شوه، له افغان امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د مرستو ژمنه وکړه.


